د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

امریکايي روزونکي وايي د افغان ځواک راتلونکې ته خورا زیات هیله‌مند دي


په داسې حال کې چې متحده ایالات د افغانستان پر نوي ستراتېژۍ کار کوي، د کابل حکومت او لوېدیځ متحدان‌یې د داسې هوايي ځواک جوړولو ته خورا زیات هیله‌مند دي چې افغان پوځ به د وسله‎والو طالبانو پر ضد جګړه کې برلاسی کړي.

د افغانستان هوايي ځواک چې متحده ایالاتو د تجهیزاتو او مسلکي روزنې په برخه کې تر دې دمه پانګونه پرې کړې تر اوسه هغه پړاو ته نه‎دی رسېدلی چې تمه کېده، خو له صفر څخه د دې ځواک د جوړولو لپاره څو میلیارده ډالر په پام کې نیول شوي دي.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د مأموریت د هوايي ځواک د روزنې د برخې قوماندان برید جنرال فلیپ سټیوارټ چې د افغانستان هوايي ځواک ته سلا مشورې ورکوي روېټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د څو میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوی دا هوايي ځواک به د جګړې په ډګر کې د روان ولاړ حالت په ماتولو کې د افغان ځواکونو په ګټه یو بې‌ساري بدلون راولي.

د نړیوالې ټولنې د پلان له مخې د افغانستان هوايي ځواک د اووه میلیارده ډالرو په لګښت د یوه څلور کلن پلان پر بنسټ په پښو درول کېږي چې په دې ترڅ کې به د الوتنو او د الوتکو د ترمیم او مراقبت د چارو لپاره نوي کسان وروزل شي.

جنرال سټیوارټ وايي، تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې د نړۍ خورا ځواکمن هوايي ځواک په افغانستان کې و، خو وروسته له دې چې نړیوال ائتلاف له افغانستانه ووت، موږ پوه شو چې د افغانستان لپاره مو یو پیاوړی هوايي ځواک نه‎دی جوړ کړی.

د امریکا د پوځ چارواکي وايي، د روانو هڅو هدف د داسې هوايي ځواک جوړول دي چې د افغانستان په سخته او غرنۍ اراضي کې د وسله‎والو مخالفینو پر ضد د هوايي حملو، اکمالاتو او د کشفي عملیاتو توان ولري.

د افغانستان هوايي ځواک اوس‌مهال د سوپر ټوکانو د کوچنیو الوتکو او «MD-530» هیلیکوپټرو په وسیله دا ډول عملیات کوي او هڅه کوي چې په نورو برخو کې هم خپل ظرفیتونه لوړ کړي.

څه موده مخکې د هوايي ځواکونو عملې د لومړي ځل لپاره د هېواد په یوه لیرې پرته سیمه کې د سرحدي پولیسو پوستو ته نېږدې ۴۰۰ کېلو ګرامه اکمالات له هوا څخه وروغورځول.

روېټرز اژانس د یوه افغان پیلوټ جګړن خلیل شینواري له قوله لیکي چې نوموړی وايي، موږ اوس د جګړې له ډګره ټپیان راباسو، بار او مهمات لېږدوو او هغه وسایط چې پر سړک نه‌شي تللی له یوه ځای څخه بل ځای ته وړو.

په پام کې ده چې راتلونکو څو کلونو کې د مې اولس «Mi-17» روسي هیلیکوپټرو پر ځای چې ترمیم‌یې ګران دی «UH-60 Black Hawk» امریکايۍ هیلیکوپټرې افغان هوايي ځواک ته ورکړل شي.

د روېټرز راپور زیاتوي، که څه د افغانستان هوايي ځواک اوس‌مهال په ډېرو عملیاتو کې برخه اخلي، خو تر څو چې پوره په پښو درېږي، د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو مرستې ته اړتیا لري.

د امریکا بې‌پیلوټه او «F-16» الوتکې او اپاچي هیلیکوپټرې لاهم د هلمند په څېر د ځینو سیمو په جګړو کې تر ډېره ښکېلې دي.

په هلمند کې تېره اوونۍ امریکايي الوتکو د افغان ځواکونو په ملاتړ په پنځو ورځو کې لږ تر لږه ۵۲ هوايي حملې وکړې.

جنرال سټیوارټ وايي، افغان هوايي ځواک په امریکايي معیارونو روزل کېږي او هدف دا دی چې مسلکي مهارت او اغېز یې هومره لوړ شي چې په نتیجه کې یې طالبان د سولې خبرو ته اړ شي.

XS
SM
MD
LG