د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

د نیکولسن ارزونه: طالبانو ته څنګه ماته ورکول کېدای شي؟


په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو نوي قوماندان د دغه هېواد د وضعیت او په دې هکله چې طالبانو ته څنګه ماته ورکول کیدای شي خپله درې میاشتنۍ ارزونه وړاندې کړه.

سره له دې چې د جنرال جان نېکولسن د دغې ارزونې تفصیل په ډاګه شوی نه دی، په افغانستان کې د امریکا ستراتیژی روانه میاشت هغه مهال یو لوی امتیاز ترلاسه کړ چې جمهور رئیس بارک اوباما په دغه هېواد کې د امریکايي ځواکونو درول د پراخولو پریکړه وکړه.

امریکايي قواوو ته صلاحیت ورکړل شو چې په طالب یاغیانو بریدونه وکړي او د هوا او ځمکې له لارې افغاني ځواکونو سره مرسته وکړي.

جنرال نیکولسن خپله ارزونه په داسې حال کې وړاندې کوي چې وسله والو طالبانو خصوصاً د افغانستان په جنوب کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په افغانستان کې یو امریکايي منصبدار چې خپل نوم یې نه دی ښودلی اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې جنرال جان نیکولسن خپله درې میاشتنۍ ارزونه پنټاکون یا د امریکا دفاع وزارت ته وړاندې کړه.

وروسته له دې چې ټول بهرني محارب ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان ووتل او یوازې یو شمېر روزونکي او مشاورین په دغه هېواد کې پاتې شول، افغان ځواکونه خصوصاً د لوژستیک او د ټپیانو د تخلیې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شول.

۹۸۰۰ امریکايي عسکر چې اوس مهال په افغانستان کې دي ټاکل شوې د دوی شمېر هم د روان میلادي کال تر پایه ۵۵۰۰ سربازانو ته را کم کړای شي.

خو تر اوسه په دې هکله کومه نهايي فیصله نه ده شوې.

په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي عسکرو شمېر دې پورې هم اړه لري چې د ناټو متحدین خپل څه شمېرعسکر د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره ګماري.

غالب ګمان دا دی چې جنرال نکولسن به په خپلې دغې ارزونې کې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د لازیاتو پوځیانو د ګمارلو غوښتنه کړې وي.

جنرال جان نیکولسن چې په تېرې مارچ میاشتې کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان وټاکل شو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې افغان ځواکونو سره د جنګ په لیکو کې لیدلي او د دوی اړتیاوې یې یاد داشت کړي.

جنرال نیکولسن درې کاله په افغانستان کې خدمت کړی خو ټول دغه وخت قوماندان نه دی پاته شوی.

ګمان کیږي چې هغه به خپله ارزونه کې د یاغیانو د بېلابېلو ډلو د اوسني ګواښ او تهدید اندازه لګولي وي او دا چې څنګه کیدای شي ورسره مقابله وشي. د روانو او راتلونکو عملیاتو اړتیاوې به یې هم سنجولای وي.

د اسوشیټېډ پرېس د خبري اژانس رپوټ د ملګرو ملتونو د ارزیابي په اساس لیکي چې د طالبانو سږنیو بریدونو وښوده چې دوی نور هم زړور او منسجم شوي دي.

XS
SM
MD
LG