د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

″موږ افغانستان یوازې نه پریږدو″


زیاترو لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړېوال ائتلاف د جنګي ماموریت د پایته رسیدو په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

په افغانستان کې د ناټو۱۳ کلن جنګي ماموریت د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول پایته ورسید.

لوړرتبه امریکايي چارواکو ژمنه وکړه چې د افغانستان په ناتمامه جګړه کې به بیا هم نړېواله ټولنه د افغانستان د یوه بااعتباره شریک په توګه پاتې وي.

واشنګټن پوسټ په دې برخه کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان کمپبیل خبره راخستې چې وايي ″موږافغانستان یوازې نه پریږدو″.

ټاکل شوې ده چې جنرال کمپبیل به په افغانستان د ناټو د نوي ماموریت مشري هم پرغاړه ولري.

په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت د ختمیدو په اړه ولسمشراوباما ویلي، د افغانستان جګړه په مسولانه توګه پایته ورسیده.خو نوموړي بیا هم افغانستان له خطرونو ډک هېواد بللی دی.

انډیپنډنټ:

انډیپنډنټ ورځپاڼې هم په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت د پایته رسیدو موضوع راخستې ده.

ورځپاڼه په افغانستان د ناټو د عمومي قومندان په حواله لیکي: په ګډه مو د افغانستان خلک له تیارو بهرکړل او د راتلونکې په اړه مو ورته هیلې ورکړې. موږپه خپلو اړیکو چې د اعتماد، دوستۍ او مشترکو منافعو پربنست دي، ویاړو.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټود نوي روزونکي ماموریت په اړه د ناټو د یوه بل لوړ رتبه قومندان خبره نکل کړې چې ویلي:

اوس د نوې باب د لیکلو وخت رسیدلی دی.

انډیپنډنټ د افغانستان د ملي امنیت د سلاکارمحمد حنیف اتمر په حواله لیکي، افغان او د ائتلاف پرسونل د افغانستان د روښانه راتلونکې او په نړۍ کې د سولې لپاره خپله وینه ورکړې ده.

والسټریټ ژورنال:

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي:

په افغانستان کې د ناټو نوی ماموریت چې له تخنیکي پلوه د روانې ډسمبرمیاشت په ۳۱ پیلیږي، دوه اړخه لري.

د قاطع ملاتړپه نامه دا ماموریت به د افغان ځواکونو په روزنې او هغوي ته په سلا مشورو متمرکز وي.

دوهم دا چې امریکايي ځواکونه به د افغان سرتیرو د روزنې سربیره د تروریزم ضد محدود عملیات هم ترسره کوي.

خو ورځپاڼه وايي، ناټوپه داسې حال کې په افغانستان خپل جنګي ماموریت ختموي چې دا هېواد اوس هم د سیاسي ناکرارۍ ښکار دی، څه د پاسه درې میاشتې کیږي چې اشرف غني د نوي ولسمشرپه توګه کارپیل کړی خو تراوسه يې د کابینې درک نه لږیږي.

ټایمز:

خو ټایمز ورځپاڼې بیا د افغانستان اوسنیو شرایطو او راتلونکې ته اندیښنه څرګنده کړې ده.

ورځپاڼه وايي، نړېوال ځواکونه په داسې حال کې خپل جنګي ماموریت پایته رسوي چې طالبانو یو شمېرسیمې نیولي او داسې اندیښنې هم شته چې کیدای شي افغانستان بیا د تروریستانو په خوندي پناه ځای بدل شي.

ټایمزپه دې برخه کې د امریکايي سناتورجان مککین خبرداری راخستی ده چې وايي:

که نړېوال ځواکونه له افغانستانه ووځي نو کیدای شي دا هېواد په یوبل عراق بدل شي.

XS
SM
MD
LG