د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

افغانستان

د امریکا او ازبکستان موافقه؛ له افغانستانه تښتول شوې هیلیکوپټرې او الوتکې ازبکستان ته پرېښودل کېږي

ارشیف: د افغانستان د تېر نظام هیلیکوپټرې. د اګست پر ۱۵مه د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له افغانستان یو شمېر الوتکې او هیلیکوپټرې ازبکستان ته وتښتول شوې.
ارشیف: د افغانستان د تېر نظام هیلیکوپټرې. د اګست پر ۱۵مه د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له افغانستان یو شمېر الوتکې او هیلیکوپټرې ازبکستان ته وتښتول شوې.

د امریکا متحدوایالتونو او ازبکستان موافقه کړې چې د ۲۰۲۱م د اګست په ۱۵مه د افغان پیلوټانو له لوري تښتول شوې پوځي هیليکوپټرې او الوتکې ازبکستان ته پرېېښودل شي.

په ازبکستان کې د متحدوایالتونو سفیر جاناتن هنیک ازبک کان خبري اژانس ته وویل چې متحدایالتونه او ازبکستان د افغانستان د ملي اردو د هوايي ځواک د جنګي جېټ الوتکو او پوځي څرخکو د وضعیت په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا الوتکې او هیلیکوپټرې به په ازبکستان کې پاتې شي، هینک وویل: "پوځي وسایط به په ازبکستان کې پاتې شي، په دې مخکې لا موافقه شوې ده."

هینک یادونه وکړه چې دا وسایط هیڅکله د افغانانو نه وو، بلکې په امریکا پورې یې تړاو درلود.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، افغان پیلوټانو ګڼ شمېر جنګي الوتکې او پوځي هیلیکوپټرې ازبکستان او تاجکستان ته وتښتولې چې لا هم په دغو دوو هېوادونو کې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

تاجکستان کې سبا د فوټبال درې اړخيزه لوب‌لړۍ پيليږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې اړخیزه لوب‌لړۍ سبا په تاجکستان کې پیلېږي.

دا ټورنمنټ به د کابل په وخت د مازیګر په پنځه‌نیمو بجو د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کې د نیپال او تاجکستان په لوبه پیل شي.

افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې سټوډیوم کې د شنبې ورځې د مازیګر په پنځه‌نیمو بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې وکړي.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوهمه لوبه به د سه‌‌شنبې په ورځ د کوربه تاجکستان له لوبډلې سره وي.

افغان لوبډله له څه باندې پنځه‌‌‌نیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.

اذربايجان کې د ملګروملتونو له لوري د چاپيريال‌ساتنې کنفرانس به دوه اوونۍ دوام ولري

اذربايجان کې د چاپيريال‌ساتنې کنفرانس
اذربايجان کې د چاپيريال‌ساتنې کنفرانس

د چاپیریال‌ساتنې په اړه د ملګروملتونو په نوښت جوړ شوی کنفرانس پرون د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شو، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۹۸ هېوادونه د COP29 په نوم دې کنفرانس کې ګډون لري او په غونډو کې به یې د اقلیمي بدلون له کبله د رامنځته شویو ستونزو په اړه بحثونه وشي.

د اقلیمي بدلون لپاره د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ ځانګړي سلاکار اندریو هارپر فرانس پرس خبري اژانس ته وویل، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو تر ټولو ډېر زیانمن شوی، خو له‌دې زیانونو سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.

د تر ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، بې‌وخته بارانونه-سېلابونه او پرله‌پسې وچکالۍ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون لویې نښې دي.

د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره: افغانستان کې د غاليو د توليد کلنۍ کچه لوړه شوې

ارشيف
ارشيف

د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره (USAID) وايي، په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنۍ کچه له ۱،۱ میلیون مربع مترو څخه ۳،۳ میلیون مربع مترو ته لوړه شوې ده.

يو‌ايس‌‌اې‌آی‌ډي پر خپله ایکس‌‌پاڼه په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې، د افغاني غالیو له تولید څخه ترلاسه شوي عواید هم شاوخوا ۳۳۰ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي.

د بیان له‌‌مخې د غالیو اوبدلو په صنعت کې اوس‌مهال نژدې دولس لکه کسان په کار بوخت دي چې، په سلو کې نوي یې ښځې دي.

په بیان کې ټینګار شوی دی چې، د افغاني غالیو په تولید کې زیاتوالی د اسیبا ACEBA په نوم د USAID د پروګرام په مرسته راغلی دی.

غالۍ له ډېرو پخوانیو کلونو راهیسې د افغانستان د محصولاتو او بهر ته د صادراتو مهم قلم دی.

هلوټرست: افغانستان کې له ۶۵ کيلومتره مربع ډېرې ساحې په ماينونو پوښل شوي

له ارشيفه د يو ماين‌پاک انځور
له ارشيفه د يو ماين‌پاک انځور

د هلوټرست په نوم د ماین پاکۍ مؤسسه وايي چې، په افغانستان کې اوس‌‌‌مهال هغه ساحې چې ماینونه په‌کې دي، له ۶۵ کیلومترو مربع اوړي.

په‌‌داسې حال کې چې نژدې دوه کاله مخکې د ۲۰۲۲ کال په پای کې دا ساحې ۵۳ مربع کیلومتره وې.

دې مؤسسې په خپل نوي راپور کې چې پرون خپور شو ویلي، دا ساحې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ثبت شوي دي او وايي دا هغه پرله‌‌‌پسې ګواښ ښيي چې ملکي افغانان ورسره مخامخ دي.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې، اوس‌‌‌مهال د نړۍ شپېته هېوادونه او قلمروونه د ځمکنیو ماینونو له خطر سره مخامخ دي.

ماینونو له تېرو څلورو لسیزو راهیسې تل د افغانانو ژوند ګواښلی او په‌‌دې ترڅ کې د ماین پاکۍ مؤسسو تل په افغانستان کې فعالیت کړی، خو تر اوسه هم په‌‌دې نه‌‌‌دي توانېدلي چې ټول هېواد له ماینونو څخه پاک کړي.

د پاکستان د راولپنډۍ په يوه ښوونځي کې د وسله‌وال بريد پر مهال دوه افغانان ټپيان شوي

د پاکستان د پنجاب په راولپنډۍ کې پرون (دوشنبې) ماسپښین، يوه ښوونځي کې د وسله‌وال برید پر مهال دوه افغانان ټپیان شوي دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې، د وسله‌والو یوه ډله د ښوونځي ودانۍ ته ننوته او په موجودو افغان اتباعو یې برید وکړ.

بریدګرو همداراز د ښوونځي اصلي دروازې ته اور واچاوه او پر خلکو یې ډزې وکړې.

راپورونه وايي چې، برید د ورځې په رڼا کې ترسره شوی او له همدې کبله یې په پاکستان کې د افغان کډوالو او اوسېدونکو لپاره د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

تر اوسه د دې برید انګېزه څرګنده نه‌‌ده او نه يې کومې ډلې مسوولیت منلی دی.

د طالبانو کرنې وزارت: د ممپليو کښت ته وده ورکوو

د ممپليو يو انځور
د ممپليو يو انځور

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وایي چې، په کابل کې د دې وزارت په یوه څېړنیز فارم کې د کرل شویو مومپلي حاصل مثبته نتیجه ورکړې ده.

دې وزارت په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي، دا مومپلي د کابل په بني حصار سیمه کې په څېړنیز فارم کې کرل شوي دي.

د خبرپاڼې پر اساس، وزارت په پام کې لري چې د هوا مناسبو شرایطو ته په کتو د دې نبات کښت زیات کړي.

مومپلي چې علمي نوم یې Arachis hypogaea دی، عموماً په تودو سیمو کې ښه وده کوي او د دانو او غوړو لپاره یو تجارتي نبات ګڼل کېږي.

په ننگرهار، خوست، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، او هرات ولایتونو کې د دې نبات د کښت لپاره امکانات زیات دي.

حامدکرزي د تعليم په برخه کې د جاپان د مرستو ستاينه کړې

حامدکرزی
حامدکرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په کتنه کې په ځانګړې توګه د تعلیم په برخه کې د جاپان د مرستو ستاینه او د دې مرستو د دوام غوښتنه وکړه.

ښاغلي کرزي په یوه پیغام کې، چې پرون (دوشنبې) یې په ایکس‌پاڼه/ پخواني ټویټر کې خپور کړی، جاپان د افغانستان پخوانی او دروند دوست بللی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د یونېسف یا د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې خبر ورکړی چې، په بدخشان ولایت کې به زرګونه ماشومان په سلګونو محلي ښوونځیو کې د جاپان په مرسته زده‌کړه ته دوام ورکوي.

د ازادي راډيو د خبريال الياس داعي د وژل کېدو څلور کاله پوره شول

د ازادي راډيو وژل شوی خبريال الياس داعي
د ازادي راډيو وژل شوی خبريال الياس داعي

د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي، چې څلور کاله مخکې هلمند کې په یوه هدفي برید کې وژل شوی و، کورنۍ يې وایي چې لا هم په‌‌دې قضیه کې عدالت نه‌‌دی پر ځای شوی.

د الیاس داعي ورور مجتبی محمدي چې په‌‌دې برید کې سخت ټپي شوی و، ازادي راډیو ته وویل چې لا هم چا د داعي د قاتلانو په اړه دوی ته کره معلومات نه‌دي ورکړي.

الیاس داعي د ۲۰۲۰ کال په‌دې ورځ یعنې د نوومبر په ۱۲مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي بم، چې د ده په موټر پورې نښلول شوی و، په چاودنه کې ووژل شو.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه‌‌‌دی منلی.

د افغانستان پخواني حکومت ژمنه کړې وه چې د داعي د وژنې عاملان به ونیسي او سزا به ورکړي، خو هیڅوک په‌‌دې تور محکوم شوي یا سزا شوي نه‌‌دي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه دا قضیه نه‌ده تعقیب کړې.

خوست کې د ژمن راډيو خپرونې بېرته پيل شوې

د ژمن راډيو لوګو
د ژمن راډيو لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې د ژمن راډیو د خپرونو د بیا پیل هرکلی کړی دی.

دې مرکز نن په یو بیان کې د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې، دې راډیو نن ماسپښین خپلې خپرونې بیا پیل کړې.

د خبرپاڼې له‌مخې د خوست د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر ادارې وروسته له هغه د دې راډیو خپرونو ته اجازه ورکړه، چې د ژمن راډیو مسوولينو د موسیقۍ د نه خپرولو ژمنه وکړه.

د خوست سیمه‌يیزو چارواکو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

حمدالله فطرت: پاکستان دې خپله د خپلو ستونزو د حل په لټه کې شي

د طالبانو او پاکستان بيرغ
د طالبانو او پاکستان بيرغ

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال وايي، اسلام‌اباد باید په خپل هېواد کې دننه د پاکستان د ستونزو د هواري په لټه کې شي.

حمدالله فطرت په یوه لنډه ویډیو کې چې د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون له‌خوا خپره شوې ویلي: "اسلامي امارت به هيچاته اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي، افغانستان نور هيچاته ګواښ نه‌دی. پاکستان باید موږ ملامت نه‌کړي او په خپل هېواد کې دننه خپلو داخلي ستونزو ته د حل‌‌‌لارې ولټوي."

تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یوځل بیا ادعا کړې وه چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د تروریستي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

په بلوچستان کې د وروستي خونړي برید په غبرګون کې ښاغلي اصف د شنبې په شپه جیونیوز ټلوېزیون ته وویل، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې د بلوچستان لبریشن ارمي په کوټه کې د اورګاډي پر تم‌ځای د شنبې د ورځې د برید پړه پر غاړه واخیسته، چې د ګڼو پاکستاني پوځیانو په ګډون یې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او لسګونه نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومت دغه برید غندلی دی.

پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې، پاکستاني طالبان له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG