د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

امریکا: له افغانستانه لېږدول شوې هيليکوپټرې او الوتکې تاجيکستان ته ورکوو


آرشیف
آرشیف

د امریکا متحده‌ایالات به هغه نظامي هيليکوپټرې او الوتکې چې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال تاجیکستان ته لېږدول شوې دي، دې هېواد ته ورکړي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان جنرال مایکل کوریلا له قوله لیکي، امکان لري چې متحده‌ایالات هغه نظامي الوتکې او هیلیکوپټرې، چې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط پر مهال تاجیکستان ته وړل شوي دي، د دې هېواد په واک کې ورکړي.

جنرال کوریلا دا موضوع تېره اوونۍ له تاجیکستاني چارواکو سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې ده.

رویټرز خبري اژانس په تاجیکستان کې د امریکا متحده‌ایالاتو د سفارت له قوله لیکلي، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د تاجیکستاني له امنیتي ځواکونو د دې نظامي الوتکو او هيليکوپټرو د ساتنې له امله مننه کړې او زیاتوي، امریکا به د تاجیکستان له حکومت سره له دې الوتکو د کارونې او ترې د ساتنې لپاره غوره لار وټاکي.

جنرال کوریلا زیاته کړې، دوی هیله‌مندي دي چې له دې نظامي الوتکو او هيليکوپټرو یو شمېر یا هم ټولې تاجیکستان ته ورکړي.

د هغه په خبره، د دې کار لپاره کوم ځانګړی مهالوېش نه‌شته، خو هڅه کوي چې دا کار هر څه ژر وشي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له‌خوا د افغانستان د سقوط سره سم، د مخکني جمهوري نظام یو شمېر پیلوټانو چې امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې یې زده‌کړې کړې وې، نږدې ۶۴ هيليکوپټر او نظامي الوتکې تاجیکستان او ازبیکستان ته ولېږدولې.

د افغانستان د پخواني هوايي ځواک ۶۸۵ کارکوونکو او پیلوټانو په دې الوتکو کې یادو هېوادونو ته پناه یوړه چې وروسته یې ډېر شمېر امریکا ته د تلو په نیت قطر ته ولېږدول شول.

طالب ویاندویانو د امریکا د دې پرېکړې په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو له دې وړاندې طالبانو له تاجیکستان او ازبیکستان غوښتي و چې دا الوتکې او هلیکوپټر افغانستان ته بېرته وسپاري.

تر دې چې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال تاجیکستان او ازبیکستان ته ګواښ وکړ، که دا الوتکې او هیلیکوپټرې افغانستان ته ونه سپاري، له بدو پایلو سره به مخ شي.

د افغانستان دبیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار او د متحده‌ایالاتو د دفاع وزارت په ارشیف کې د شته شمېرو له مخې، افغان هوايي ځواکونو د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ تر میاشتې ۲۲۹ نظامي الوتکې او هیلیکوپټرې درلودې چې له دې شمېر یې په افغانستان کې دننه ۱۶۷ شته وې.

له دې شمېر هيليکوپټرو او نظامي الوتکو بیا د جمهوري نظام له سقوط سره سم، ۶۴ یې تاجیکستان او ازبیکستان ته ولېږدول شوې.

XS
SM
MD
LG