د طب د ښځينه محصلانو یوه ډله چې په افغانستان کې د زدهکړو له دوام بې برخې وې، سکاټلنډ ته لېږدول شوي دي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له زدهکړو محرومو د طب ١٩ ښځینه محصلانو ته په سکاټلنډ کې د زدهکړو د دوام فرصت برابر شوی دی.
د لینډا نورګر خيريه بنسټ چې دا فرصت یې دوى ته برابر کړی، په خپله ویبپاڼه، ليکلي درې کاله وړاندې يې د دې ښځينه محصلانو د لېږد کمپاین پیل کړى و چې په پایله کې د سکاټلنډ طبي پوهنتونونو سره هوکړې ته ورسېدل چې دوی لپاره د زدهکړو د دوام شرایط برابر کړي.
لینډا نورګر یوه مرستندویه کارکوونکې وه چې په ۲۰۱۰م کال کې د طالبانو لهخوا تښتول شوې وه او د امریکايي ځواکونو د ژغورنې په عملیاتو کې ووژل شوه.
د نوموړې مور او پلار د افغان ماشومانو او ښځو سره د مرستې لپاره د لیندا په نوم خیریه بنسټ جوړ کړى دی.
د دې ۱۹ افغان ښځينه محصلانو له ډلې بنین برتانوۍ رسنۍ ته ویلي، غواړي د درملنې له لارې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.
هغه محصلانې چې اوس هم په افغانستان کې دننه دي د دې اقدام هرکلى کوي، خو د ټولو نجونو لپاره چې له زدهکړو بې برخې دي د غوره حل لارو غوښتنه کوي.
د هرات د طب پوهنتون محصله چې اوس په کور ناسته ده، وايي: زه خپله په سختۍ طب پوهنځي ته کاميابه شوم، خو ونه توانېدم چې دوام ورکړم، ډېره دردونکې ده.
د هرات د طب پوهنتون محصله سعيره چې اوس په کور ناسته ده، ازادي راډيو ته یې وويل: "که پوهنتون پیل شي ډېر به ښه شي، ځکه د هرې نجلۍ لپاره چې له زدهکړو بې برخې دي د بورسيو ورکول سخت دي، زه خپله په سختۍ طب پوهنځي ته کاميابه شوم، خو ونه توانېدم چې دوام ورکړم، ډېره دردونکې ده."
د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصله سپوږمۍ چې اوس له زدهکړو بې برخې ده هم ازادي راډيو ته وويل ټولې نجونې چې له زدهکړو محرومې دي، نه شي کولای بورسیې ترلاسه کړي.
هغه وايي: "کمې نجونې نه دي چې له زدهکړو پاتې، بلکې په ميليونونه نجونې دي چې په افغانستان کې له تحصيل او زدهکړو بې برخې دي، څومره نجونې کولی شي چې بهرنيو بورسيو ته په تمه شي؟ تر ټولو ښه لار دا ده چې نجونې ته د زدهکړو اجازه ورکړل شي."
نوموړې وايي، غوښتل یې له فراغت وروسته له ښځو او ماشومانو سره مرسته وکړي، خو اوس په کور ناسته ده.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک تر بیاځلي رسېدو ورسته د نجونو په منځنیو او لوړو زدهکړو بنديز ولګاوه.
دوی ان ښځینه محصلانو ته اجازه ورنه کړه چې د طبي شورا ازموینه تر سره کړي، په داسې حال کې چې په افغانستان مسلکي کسانو په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکترانو شتون ته ډېره اړتيا ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا "يواینایفپي" د چهارشنبې د زمري په ٣١مه ويلي چې افغانستان اوسمهال ۱٨ زره قابلو ته اړتیا لري.
دغه سازمان ویلي، که دغه کمښت پوره نه شي، د میندو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کېږي.
د طالبانو حکومت هم تر دې مخکې په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو او قابلو د کمښت خبره تایید کړې وه.