د بریټانیا صدراعظم د کډوالو په تېره مسلمانو کډوالو پر ضد د ښي اړخو افراطیانو تاوتریخجن اعتراضونه غندلي دي.
په بریټانیا کې وروستۍ څو ورځې د کډوالو ضد پاڅونو او تاوتریخوالیو هلته افغان کډوال اندېښمن کړي.
د کډوالو د حقونو فعال او بریټانیا مېشتي افغان ګل ولي پسرلي ازادي راډیو ته وویل، افغانان په بریټانیا کې د کډوالو ټولنو تر ټولو زیات نفوس لري او له همدې امله هم د دوی د زیانمنېدو ډېره اندېښنه موجوده ده.
نوموړی وايي: "زموږ پر ژوند باندې یې هم اغېز کړی دی، دلته مو اتلس کاله ژوند کړی، موږ هم په ډار کې یو، ځکه دا خلک شورشیان چې راوتلي دا تور او سپین نه ګوري، څوک چې مهاجر او څوک چې مسلمان ښکاري په هغوی حمله کوي. ډېر داسې رپوټونه شته چې په سوټ پورټ، منچستر او ګڼو نورو سیمو کې چې افریقايي تباره او اسیايان دي په هغوی باندې بریدونه شوي د چا یې موټر مات کړي. حالات ډېر داسې کړکېچن دي، پهدې هیله چې افغانان او نورو خلکو ته زیان ونه رسیږي، خو حکومت تر اوسه پورې لکه څنګه چې اړتیا ده دا قضیه دومره جدي نهده نیولې."
پسرلی وايي، افغانان ځکه تر ټولو ډېر زیانګاله دي چې لا یې هم ګڼ شمېر په هوټلونو او موقتو هستوګنځایونو کې اوسیږي چې تر نورو زیات د قهرجنو ښي اړخو د بریدونو له خطر سره مخ کېدای شي.
بریټانیا لږ تر لږه ۲۵زره افغانان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپل هېواد ته وړي او تازه یې تېره سهشنبه اعلان وکړ چې د دریو میاشتو لپاره د هغو افغانانو غوښتنلیکونه مني چې د کورنۍ ځینې غړي یې بریټانیا کې دي.
بریټانیا له تېرې دوشنبې د تاوتریخوالیو د یوې څپې شاهده ده چې پهکې د کډوالو پر ضد پاڅېدلي ښي اړخي افراطیان پر کډوالو او پولیسو باندې بریدونه کړي.
پولیسو له تېرو دوو ورځو راهیسې د بریټانیا په بېلابېلو ښارونو کې څه باندې سل تنه ښي اړخي افراطیان نیولي دي.
"دا اوس په روترهام کې په یوه هوټل باندې بریدونه روان دي، لوټمارې ډلې په قانون ماتولو لګیا ديد بريتانيا صدراعظم
د بریټانیا صدراعظم کاییر ستارمر د یکشنبې په ورځ وویل چې د کډوالو په تېره مسلمانو کډوالو پر ضد د ښي اړخو افراطیانو کړنې غندي او پولیس به ټول هغه کسان ونیسي چې تاوتریخوالي ته لمن وهي.
نوموړي وويل: "دا اوس په روترهام کې په یوه هوټل باندې بریدونه روان دي، لوټمارې ډلې په قانون ماتولو لګیا دي، کړکۍ او ښېښې ماتوي، اور ورته کوي، خلک او د هوټل مستخدمین سخت په وېره کې دي، د دغو کړنو لپاره هېڅ توجیه نهشته، ټول ښي اړخي باید دا تاوتریخوالی وغندي، خلک پهدې هېواد کې د خوندي پاتې کېدو حق لري خو موږ ولیدل چې د مسلمانانو ټولنې هدف وګرځول شوې او پر جوماتونو بریدونه وشول."
ښي اړخي افراطیان وروسته له هغه په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو پر ضد پاڅېدل چې د راپورونو لهمخې د نڅا په یوه ټولګي کې درې وړې نجونې د یوه کس لهخوا چې د پولیسو په خبره په تېروتنې سره مسلمان کډوال بلل شوی وو د چړې په ګوزارونو ووژل شوې او ګڼې نورې ژوبلې شوې.
که څه هم بریټانیا قانوناً له اتلسو کلونو د کم عمره بریدګرو هویت نه افشا کوي، خو دې قضیه کې محکمې د غلطو معلوماتو د خپرېدو او د کډوالو ضد کړنو د مخنیوي په هدف اعلان کړی چې په بریټانیا کې زېږیدلي اوولس کلن اکسل روداکوبانا چې کورنۍ یې اصلاً د روانډا ده د نڅا په ټولګي برید کړی وو.
په بریټانیا کې د وروستیو څو ورځو تاوتریخجنې کړنې په شاوخوا لسو کلونو کې بې مخینې بلل شوي.
په سوټ پورټ، لیوروپول، برمنګهم او څو نورو ښارونو کې د خلکو ګڼ دوکانونه لوټ شوي، پر جوماتونو او د مسلمانانو په کورونو او هستوګنځایونو بریدونه شوي او قهرجن مظاهرهچیان له پولیسو او هغو بریټانیانو سره هم په اخ او ډب اوښتي چې د کډوالو په ملاتړ راوتلي دي.
پولیسو د شنبې او یکشنبې په ورځو لږ تر لږه سل کسان نیولي دي.