د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د سوډان د جګړې دوام: په تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي


له سودان څخه رارسېدلي راپورونه وايي، د پلازمېنې خرطوم پر شاوخوا سیمو د راکټي حملو په نتیجه کې لسګونه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. مرستندویې ډلې وايي چې دا د تلفاتو لومړنۍ شمېرې دي او ښايي د مړو په شمېر کې نور زیاتوالی هم راشي.

په داسې حال کې چې په سودان کې د دولتي ځواکونو او وسله والو یاغیانو ترمنځ جګړو د ټول هېواد په کچه زور اخیستی د پلازمېنې خرطوم په شاوخوا سیمو کې پرونیو توغندويي حملو لږترلږه ۱۲۰ کسان وژلي دي.

په سودان کې د ۲۰۲۳ کال له اپریل میاشتې راهیسې د سیمو د کنټرول لپاره د دولتي ځواکونو او مخالفو جنرالانو ترمنځ نښتې روانې دي.

رضا کار مرستندویان وايي چې دا توغندي پرون د نیل سیند پر غاړه د خرطوم پر اُم درمان Omdurman ښارګوټي ولګېدل او وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

د اومبادا د بېړنیو خدماتو خونې په نوم خیریه ډله چې د جګړه ځپلي سودان په بېلابېلو برخو کې کار کوي وايي چې د تلفاتو شمېرې لومړنۍ دي او ښايي وروسته زیاتوالی پکې راشي.

دې ټولنې نه دي ویلي چې دا توغندي کوم لوري ویشتلي دي.

په سیمه کې روغتیايي امکانات ډېرلږ دي او روغتیاپال د ګڼ شمېر ټپیانو د درملنې په چاره کې له ستونزو سره مخامخ دي
د اومبادا د بیړنیو خدماتونو خیریه ډله

د نوموړې ټولنې په وینا په سیمه کې روغتیايي امکانات ډېرلږ دي او روغتیاپال د ګڼ شمېر ټپیانو د درملنې په چاره کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د اُم درمان ښار ډېره برخه د دولتي ځواکونو په ولکه کې ده خو د بېړني ملاتړ د ځواکونو په نوم مخالفو وسله والو ملیشو د خرطوم پر شمال او نورو سیمو ولکه ټینګه کړې ده.

په سودان کې د پوځ او مخالفو وسله والو ترمنځ جګړه څه کم دوه کاله مخکې پیل شوه خو په تېرو څو اونیو کې یې زور اخیستی دی.

په پورت سودان کې چې د پوځ په مشرۍ حکومت پکې واکمن دی پرون وروسته له هغه بریښنا پرې شوه چې د سودان په شمال کې د بریښنا پر یوه لوی بند د ډرون حمله وشوه.

مخالفه ملېشه ډله د دې حملې مسووله بلل شوې ده. له دې حملې وروسته د سودان پوځ د الجزیرې په نوم د مرکزي ایالت پر مرکز واد مدني سیمې چې له څه باندې یوه کال راهیسې ملېشو اداره کوله، ولکه ټینګه کړه.

د سودان جګړې د دې هېواد د تاسیساتو پر ویجاړولو سربېره لسګونه زره کسان وژلي، له ۱۲ میلیون ډېر کسان یې بېځایه او ډېر خلک یې له قحطۍ سره مخامخ کړي دي.

پوځ او مخالفې ملېشې دواړه پر ملکي وګړو او روغتیاپالو په حملو او د استوګنې پر سیمو په بې پروا راکټي حملو تورن دي. د تېرې یکشنبې په ورځ خیریه ټولنو د اُم درمان په اُم بادا ناحیه کې د سخت روغتيايي وضعیت راپور ورکړ، ویې ویل چې د اګست او ډسمبر میاشتو ترمنځ له اویا زیات کسان د خوارځواکۍ، ملاریا او اسهالونو په نتیجه کې مړه شوي دي.

مرستندویې ټولنې وايي چې سږکال به د سودان له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۳،۲ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ او د ټول هېواد په کچه نژدې ۲۵ میلیون خلک د غذايي ناامنۍ له لوړې کچې سره مخامخ وي. د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسیف ویلي دي چې یوازې اوربند په سودان کې د قحطۍ د زیاتېدو مخه نیولای شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG