د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

افغان فعال "فهیم ځاځي" د بریتانیا د شاهۍ کورنۍ له‌خوا جایزه تر لاسه کړې


افغان فعال فهیم ځاځی د بریتانیا د شاهۍ کورنۍ له‌خوا د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال
افغان فعال فهیم ځاځی د بریتانیا د شاهۍ کورنۍ له‌خوا د جایزې د ترلاسه کولو پر مهال

افغان ټولنیز فعال فهيم ځاځي ته، د بريتانيا د شاهي کورنۍ له‌خوا د "بريتانيا د امپراتورۍ غړي" جايزه ورکړل شوه.

فهیم ځاځی یو ۴۵ کلن افغان دی چې په دې وروستیو کې د بریتانیا د شاهي کورنۍ له‌خوا نویو راغلو افغان کډوالو لپاره د هغه د خدمتونو له امله د "بریتانیا د امپراتورۍ غړي" جایزه تر لاسه کړې ده.

ټولنیز فعال او د بریتانیا په والسال کې د یوې خیریه موسسې بنسټګر ځاځي، د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې جایزې په ترلاسه کولو سره یې افغانانو ته د لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو هوډ پیاوړی کړی دی.

هغه ازادي راډيو ته وویل: "دا د بریتانیا د شاهي کورنۍ یوه لویه جایزه ده. چې دا زما، په بریتانیا کې افغان ټولنې او ټولو افغانانو لپاره یو لوی ویاړ دی. دا ماته انرژي راکوي او د دې لامل کېږي چې افغانانو ته لا ډېر خدمت وکړم."

ځاځی وايي، له څه باندې شلو کلونو راهيسې په بريتانيا کې ژوند کوي او په تېرو څو کلونو کې يې هڅه کړې چې د خپلې کډوالۍ د لومړيو وختونو تجربې او ستونزې له هغو افغانانو سره شريکې کړي چې تازه دغه هېواد ته راغلي دي څو له ستونزو سره مخ نه‌شي.

افغان ټولنیز فعال فهيم ځاځی
افغان ټولنیز فعال فهيم ځاځی

نوموړی وايي، له هغو افغان کډوالو سره یې چې تازه بریتانیا ته راغلي، د ژبې د زده کړې، کار او نورو بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

عمران یو له هغو افغان کډوالو څخه دی چې وايي، دوه کاله وړاندې په ناقانونه توګه بریتانیا ته دننه شوی و او د فهیم ځاځي په همکارۍ یې خپلې ستونزې هوارې کړې.

هغه وویل: "دوه کاله کېږي چې راغلی یم، په لومړیو کې مې هېڅ هم نه درلودل، ما سره ټوله مرسته فهیم صیب وکړه. که کله ډاکتر ته ځم یا کوم بل کار مې وي، هغه ته زنګ وهم چې راسره ولاړ شي، ما چې وکیل نه درلود، ټولې مرستې يې راسره وکړې."

په ورته وخت کې په بریتانیا کې مېشت یو شمېر افغان کډوال ښاغلي ځاځي ته د دې جایزې د ورکړې هرکلی کوي او له هغه غواړي چې افغان کډوالو په تېره بیا هغو افغانانو ته چې په نا قانونه توګه بریتانیا ته راغلي او له ستونزو سره مخ دي، لا زیات خدمات وړاندې کړي.

په بريتانيا کې يو بل افغان کډوال محمد اصف روانډا ته د ناقانونه کډوالو د شړلو په اړه د بریتانیا د حکومت وروستۍ پرېکړې ته په اشارې سره له فهيم ځاځي څخه غوښتي چې د افغانانو د ایستلو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.

هغه وویل: "زما غوښتنه له ځاځي صایب څخه دا ده دا چې کډوال دلته راځي له مجبورۍ او له ستونزو څخه د خلاصون لپاره راځي، افغانان له هرې خوا له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. ځاځی صایب باید په دې برخه کې ډېره هڅه وکړي تر څو داسې نه شي چې هغه افغانان چې دې هېواد ته راغلي او یا وروسته له دې راځي، رونډا هېواد ته يې ولېږي. په دې برخه کې باید ډېره هڅه وکړي."

ارشیف: د بېلابېلو هېوادونو اتباع چې غواړي له داسې لارو ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
ارشیف: د بېلابېلو هېوادونو اتباع چې غواړي له داسې لارو ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

د بريتانيا شاهي کورنۍ په دغه هېواد کې د نويو راغلو افغان کډوالو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو له امله دغه جايزه په داسې حال کې، ځاځي ته ورکوي چې له څو میاشتو بحثونو او خبرواترو وروسته، تېره اوونۍ د بريتانيا پارلمان، روانډا ته د ناقانونه کډوالو د لېږدولو لایحه تصویب کړه.

دغې لایحې د کډوالو، په تېره بیا د هغو افغان کډوالو چې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته په ناقانونه توګه دغه هېواد ته تللي، پراخ غبرګونونه او اندېښنې یې راپارولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG