د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د امریکا د پټو خدماتو د ادارې مشرې کمبرلي چیتل له خپلې دندې استعفا وکړه


د امریکا د پټو خدماتو د ادارې مشره کمبرلي چیتل
د امریکا د پټو خدماتو د ادارې مشره کمبرلي چیتل

پر پخواني ولسمشر او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو پر جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ تر برید لس ورځې وروسته د امریکا د پټو خدماتو مشرې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

رویټرز په خپل راپور کې ویلي چې، د استازیو جرګې دواړو ډموکراټ او جمهوري غوښتونکو مشرانو پر کمبرلي چیتل غږ کړی وو چې خپله دنده پرېږدي.

د پټو خدماتو د مشرې په توګه کمبرلي چیتل د استازیو جرګې د استماعیه غونډې پر مهال چې د دوشنبې په ورځ دایره شوه د ټرمپ په ساتنه کې په پاتې راتلو اعتراف وکړ.

هغې وويل: "د پټو خدماتو یوازینۍ دنده زموږ د هېواد د رهبرانو حفاظت دی. د جولای په دیارلسمه موږ ناکامه شوو. د امریکا متحده‌ایالتونو د پټو خدماتو د مشرې په توګه زه د خپلې ادارې د هرې امنیتي تېروتنې پوره مسوولیت په غاړه اخلم."

تازه د امریکا ولسمشر جوبايډن په یوه بیان کې د پټو خدماتو د مشرې کمبرلي چیتل له خدماتو ستاینه کړې او ویلي يې دي چې، هغې خورا مخلصانه په خپله دوره کې خپل ژوند د هېواد د خوندیتوب لپاره وقف کړی و.

بایډن ویلي چې د جولای دیارلسمې پېښې خپلواکه څېړنه دوام لري او دی به یې نتایج و ارزوي.

د جولای په دیارلسمه د امریکا په پخواني ولسمشر او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالد ټرمپ په پنسلوانیا کې برید وشو.
د جولای په دیارلسمه د امریکا په پخواني ولسمشر او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالد ټرمپ په پنسلوانیا کې برید وشو.

د استازیو جرګې د ډموکراټانو د ډلګۍ مشر پيټ اګیلار ویلي د کمبرلي چیتل استعفی ښه پرېکړه وه.

نوموړي ويلي: "زه فکر کوم د دواړو خواو استازي د ترورد هڅې او ورسره تړلیو پېښو په اړه په شاک کې وو. مهمه ده چې د پټو خدماتو اداره ځينې مسوولیتونه ومني. څېړنې هم داخلي هم بهرنۍ روانې دي. د دواړو ډلو استازیو پر هغې (کمبرلي) چیتل د استعفی غږ وکړ. نو زه فکر کوم دا یوه ښه پرېکړه وه."

مهمه ده چې د پټو خدماتو اداره ځينې مسوولیتونه ومني.

اسوشیتید پرېس په خپل رپوټ کې لیکلي چې، د پټو خدماتو مستعفي مشره کمبرلي چیتل په استازیو جرګه کې د استماعیه غونډې پر مهال ان د ځینو ساده پوښتنو په ځوابولو هم عاجزه وه.

د جولای په دیارلسمه د امریکا په پخواني ولسمشر او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالد ټرمپ په پنسلوانیا کې برید وشو.

بریدګر له څه باندې سل مترۍ څخه ټرمپ په نښه کړی و او په ډزو باندې د هغه ښی غوږ ژوبل شو.

په ډزو کې د ټرمپ یو پلوی ووژل شو او دوه نور سخت ټپيان شول.

تر دې پېښې وروسته د امریکا د پټو خدماتو په مشرې او ادارې باندې نیوکې زیاتې شوې چې څنګه د ټرمپ کمپایني غونډې ته نږدې بریدګر ځان ور رسولی و او دوی د یادې پېښې په مخنیوي کې پاتې راغلل.

کمبرلي چیتل چې له ۲۰۲۲ کاله د پټو خدماتو د ادارې مشره وه، دا پېښه له ۱۹۸۱ کال راهیسې چې پخوانی ولسمشر رونالډ ریګن هم ویشتل شوی وو د پټو خدماتو تر ټولو لویه ناکامي یاده کړه.

XS
SM
MD
LG