د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د امريکا له ولسمشريزو ټاکنو د جوبايډن لاس پر سر کېدو پوښتنې راپيدا کړي


د امريکا ولسمشر جوبايډن
د امريکا ولسمشر جوبايډن

د امریکا له انتخاباتي کمپاین څخه د ولسمشر جوبایډن وتلو د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اړه، چې څه کم څلور میاشتې ورته پاتې دي، پوښتنې راپورته کړې دي.

د امریکا اوسنی ولسمشر۸۱ کلن جو بایډن ویلي چې، د ده د هېواد ګټې د دې غوښتنه کوي چې د امریکا له انتخاباتي کمپاین څخه لاس واخلي.

د ښاغلي بایډن د ډیموکراټ ګوند زیات شمېر اغېزمن غړي په‌دې باور دي چې، هغه د جمهوریپال ګوند له کاندید ډونالډ ټرمپ سره په انتخاباتي مناظره کې ښه نه و ځلېدلی او له همدې امله یې پر ښاغلي بایډن فشار راوړی چې بل کاندید ته لاره پرانیزي.

ښاغلي بایډن د خپل ګوند له‌دې غوښتنې سره په پیل کې مقاومت وکړ، خو په پای کې یې ورسره موافقه وکړه.

د لندن په پوهنتون کې د سیاسي علومو پروفیسور توماس ګریفیت په‌دې باور دی چې، ښاغلی بایډن په بد حالت کې و.

د هغه په وینا، هر ځل چې په کانګرس کې د دیموکرات ګوند غړو له ده څخه وغوښتل چې په انتخاباتو کې له ګډون څخه ډډه وکړي، په حقیقت کې یې هغه ته ګوزار ورکړ او په نهایت کې دا فشارونه دومره شول چې ښاغلی بایډن یې نور په وړاندې مقاومت نه شوای کولی.

د واشنګټن په پوهنتون کې د سیاسي مدیریت پروفیسر مټ ډالیک په‌دې باور دی چې په وروستیو اوونیو کې د ډیموکرات ګوند د مشرانو په منځ کې بحثونو دا وښودله چې د دیموکراتانو زیات شمېر رای ورکوونکي نور پر ښاغلي بایډن لازم باور نه‌لري.

د پروفیسر ډالیک په وینا، دا اندېښنه وه چې ښاغلی بایډ نور دومره اغېزمن شخصیت نه‌دی چې د ډونالډ ټرمپ په وړاندې سیاسي جګړه وګټي.

په نهایت کې، جو بایډن دې فشارونو ته غاړه کېښوده او د ډیموکرات ګوند د کاندید په توګه یې د خپلې مرستیالې کامالا هریس ملاتړ وکړ.

د لندن د کالج پوهنتون پروفیسر ګریفیټ وايي، په‌دې برخه کې ډېر شکونه وو چې ایا جو بایډن به له ډیموکرات ګوند څخه چا ته د ګوند په عمومي کنوانسیون کې د نهايي کاندید په توګه لاره پرانیزي، خو د ګریفیت په وینا وروستۍ پېښې سبب شوې چې بایډن د کامالا هریس د کاندیدۍ ملاتړ وکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا کامالا هریس کولی شي د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ښه سیالي وکړي؟

د لندن د کالج پوهنتون د سیاسي علومو د پروفیسر توماس ګریفیت په وینا، په نظرپوښتنو کې مېرمن هریس د ښاغلي بایډن په پرتله ښه ښکاري، خو ښايي دا یوازې د دې لپاره وي چې ښاغلی بایډن ښه نه و ځلېدلی.

د جورج واشنګټن پوهنتون د سیاسي مدیریت پروفیسر میټ ډالیک وايي، اغلې هریس به، چې یومخ متفاوت شخصیت لري، یوه متفاوته کاندیده وي.

XS
SM
MD
LG