د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو له کاندیداتورۍ څخه د بایډن تېرېدو ته غبرګونونه


د عکس ښي لور ته کمالا هاریس او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن
د عکس ښي لور ته کمالا هاریس او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جولای په ۲۱مه اعلان وکړ چې د دې هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون نه کوي.

د بایډن دې پرېکړې د امریکا او د نړۍ په کچه غبرګونونه راپارولي دي.

د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلینټن او د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلاري کلینټن دواړو د ولسمشر بایډن له پرېکړې هرکلی وکړ او د کمالا هاریس کاندیداتورۍ څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

کلینټن په یوه ګډه بیانیه کې وویل: "مونږ د هریس په اړه د ولسمشر بایډن په ملاتړ افتخار کوو او هر هغه ملاتړ ته چې اړتیا وي، ترسره به یې کړو."

د عکس ښي لور ته مېرمن هیلاري کلینټن او چپ لور ته بل کلینټن
د عکس ښي لور ته مېرمن هیلاري کلینټن او چپ لور ته بل کلینټن

د امریکا بل پخواني ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۲۴م کال له ولسمشرۍ ټاکنو څخه د بایډن له تېرېدو ملاتړ اعلان کړ او هغه یې د لوړې درجې وطنپرست یاد کړ.

اوباما وویل، بایډن یوځل بیا له خپلو ګټو څخه د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکړ او د راتلونکي نسلونو مشران باید له دې موضوع پیروي وکړي.

د امریکا پخوانی ولسمشر جوبایډن
د امریکا پخوانی ولسمشر جوبایډن

د دیموکراتانو ملي کمېټې اعلان وکړ چې دغه ګوند به د بایډن تر لاس په سر کېدو وروسته د نوي کاندید د انتخاب لپاره یو شفاف او منظم بهیر پیل کړي.

د امریکا د ولسمشر مرستیاله او افریقايي الاصله امریکايۍ کمالا هاریس لومړنۍ مېرمنه ده چې دغه مقام یې ترلاسه کړی دی. هغه د کالیفرنیا سناتوره او د دې ایالت لویه څارنواله وه.

د امریکا د استازو د جرګې پخوانۍ مشره نانسي پلوسي په ایکسپاڼه له کاندیداتورۍ څخه د بایډن له تېرېدو ستاینه وکړه، خو په خپله بیانیه کې یې د ولسمشر له مرستیالې کمالا هاریس څخه ملاتړ ونه کړ.

د امریکا د استازو د جرګې پخوانۍ مشره نانسي پلوسي
د امریکا د استازو د جرګې پخوانۍ مشره نانسي پلوسي

د امریکا د استازو جرګې د دیموکراتانو مشر حکیم جفریس د بایډن پرېکړه وستایله.

جفریس په یوه لنډه بیانیه کې وویل: "ولسمشر بایډن د امریکا په تاریخ کې یو له بریالیو او اغېزمنو مشرانو څخه دی."

په ټاکنو کې د بایډن د نه ګډون له پرېکړې وروسته د دیموکراتانو مالي ملاتړو له مېرمن هریس څخه ملاتړ اعلان کړ.

د کالیفرنیا استازي کایک لوین ویلي: "د دې وخت رارسېدلی چې د یوې نوې مشرې په توګه هریس سره مخته لاړ شو. ټول یو له بل سره."

د امریکا له ولمسشرۍ ټاکنو څخه د بایډن د تېرېدو پرېکړې په نړیواله کچه هم غبرګونونه پارولي دي.

د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ له اسراییلو سره د بایډن له دوستۍ او ملاتړ مننه وکړه او هغه یې د یهودانو یو واقعي متحد یاد کړ.

د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټاسک په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې بایډن سخته پرېکړه کړې چې د دې له امله پولنډ، امریکا او نړۍ باامنه شوې او دیموکراسۍ پیاوړې شوې ده.

د ایرلینډ د بهرنی چارو وزیر میشایل مارټین هم ویلي، په غم سره یې د بایډن د پرېکړې خبر واورېده او بایډن یې د ایرلینډ تلپاتې ملګری یاد کړ.

په همدې حال کې د جمهوری غوښتونکو سناتور او په سنا کې د دې ګوند د ټاکنیزې کمېټې مشر استیو ډینز په ټاکنو کې بایډن د نه ګډون له کبله غوښتنه وکړه چې ولسمشر بایډن دې استعفا ورکړي.

XS
SM
MD
LG