د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

د ټاکنو په ګټلو سره به ټرمپ د افغانستان په اړه د امریکا پالیسۍ کې بدلون راوړي؟


د امریکا د ولسمشرۍ کاندید ډونالډ ټرمپ
د امریکا د ولسمشرۍ کاندید ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشرۍ کاندید ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ پنجشنبه د جمهوریپال ګوند کنوانسیون ته په خپله وینا کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر څرنګوالي انتقاد وکړ، ویې ویل چې دا ډول وتل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر شرم و.

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا وکړه چې په افغانستان کې د ۸۵ ميلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې او زیاته یې کړه چې اوس دا وسلې په بازارونو کې پلورل کېږي.

عصمت څاروان د ټرمپ د څرګندونو په اړه د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې د جمهوریپال ګوند د مسلمانانو له مشر نصیر یاسیني سره خبرې کړي او لومړی یې ورته ویلي چې که د انتخاباتو په نتیجه ډونالډ ټرمپ بیا د امریکا ولسمشر شو، د افغانستان په اړه به د امریکا په پالیسۍ کې بدلون راوړي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00
XS
SM
MD
LG