د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د "جي‌آى‌زيټ" د فعالیتونو درېدل؛ دا به د افغانستان او افغانانو لپاره څه پایلې ولري او اندېښنې څه دي؟


ارشیف
ارشیف

د نړيوالو همکاريو لپاره د جرمني ټولنې یا "جي‌آى‌زيټ" اعلان کړی چې له طالبانو سره په همکارۍ نور په افغانستان کې کار نه کوي او په یاد هېواد کې به خپل مستقیم فعالیتونه ودروي.

دغې ټولنې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل چې دوی به خپل ټول جرمني کارکوونکي له افغانستان څخه وباسي او تر ۲۰۲۵م کال پورې په دغه هېواد کې هېڅ سیمه‌ییز کارکوونکی نه استخداموي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانانو اوسني وضعیت ته په کتو د جرمني د حکومت د پرېکړې له مخې به په افغانستان کې د "جي‌آى‌زيټ" فعالیتونه له جرمني، درېیم هېواد او یا هم د نادولتي ادارو له‌خوا ترسره کېږي.

"جي‌آى‌زيټ" د دې ادارې د فعالیتونو د درولو د لامل په اړه زیات څه نه دي ويلي.

د جرمني د نړیوالې همکارۍ ټولنې ټینګار کړى چې د افغانستان خلک خپلو لومړنیو اړتیاوو ته د لاسرسي لپاره ملاتړ ته اړتیا لري او زیاته کړې يې ده چې د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې د ډېرو افغانانو د ژوند شرایط بدل شوي او هغوی له بې‌وزلۍ او لوږې سره مخ دي.

"جي‌آى‌زيټ" زیاته کړې چې شته او پیل شوې پروژې لا هم پر خپل حال دي او د دوی مرستې د لومړنیو خدمتونو په برخه کې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ چې له "جي‌آى‌زيټ" ټولنې څخه مرستې ترلاسه کوي، وايي چې په غیرمستقیم ډول د بشري خدمتونو وړاندې کول به دوی لپاره ډېر اغېزمن نه وي.

د دوى له ډلې يو چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل: "زه يو له هغو کسانو څخه يم چې د جي‌آى‌زيټ له ټولنې چې يوه جرمنۍ موسسه ده مرسته تر لاسه کوم، اوس زموږ اندېښنه دا ده چې که دا موسسه له افغانستانه ووځي او مرستې د بل چا په لاس کې شي نو مونږ ته به کم څه پاتې شي."

د "جي‌آى‌زيټ" دې پرېکړې په افغانستان کې د دغه دفتر یو شمېر ځايي کارکوونکي هم اندېښمن کړي دي.

د دوى يو کارکوونکي د موضوع د حساسیت له امله يې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دی او د دې ادارې نور ځايي کارکوونکي د طالبانو په واکمنۍ کې د خپل امنیت او راتلونکو دندو په اړه اندېښمن دي.

د جي‌آی‌زیټ یو کارکوونکی وايي: د جي‌آى‌زيټ کارکوونکي ډېری اوس د خپل خوندیتوب او خپل مسلکي راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د "جي‌آى‌زيټ" یو کارکوونکی وايي: "د دوى وتل به د سیمه‌ییزو کارکوونکو پر ژوند ډېر اغېز وکړي. د جي‌آى‌زيټ کارکوونکي ډېری اوس د خپل خوندیتوب او خپل مسلکي راتلونکي په اړه اندېښمن دي. نړیوال سازمانونه او تمویلوونکي هېوادونه باید د دې کارکوونکو او د دوی د کورنیو ملاتړ او ساتنه وکړي."

"جي‌آى‌زيټ" یوه جرمنۍ موسسه ده چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې د افغانستان کې په بې‌وزلو سيمو او کلیو کې د ځان بسیاینې، د قابلو او ښځینه روغتیايي متخصصينو د روزنې او د ښځینه متشبثینو او د دوی په رهبرۍ له سازمانونو د ملاتړ به برخه کې فعالیت کوي.

"جي‌آى‌زيټ" یوازینی بنسټ نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته خپل فعالیتونه دروي.

تر دې وړاندې د سویډن کمېټې هم د تېر کال د مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه وروسته له هغې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول چې د طالبانو حکومت په غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار محدوديتونه ولګول.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې نښان
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې نښان

له دې بندیز وروسته یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه کم یا وځنډول.

د نړيوالو همکاريو لپاره د جرمني ټولنې یا "جي‌آى‌زيټ" په داسې حال کې له افغانستان څخه خپل کارکوونکي باسي او خپل مستقیم فعالیتونه دروي چې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، په دغه هېواد کې له ۲۹ میلیونو څخه ډېر خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG