د امريکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: د مليونونو ډالرو له مرستې سره- سره افغان ځواکونه له خپلو بوټونو سره مشکل لري.
د ليکنې په پيل کې راغلي، په توده او سړه هوا کې دغه بوټونه افغان قواو ته ستونزې پيدا کوي.
د واشنګټن پوسټ په مطلب کې د يوه افغان سرتېري عبدالعلي خبرې رااخيستل شوي، چې ويلي يې دي، د دوى بوټونه د اوبو په مقابل کې مقاومت نه لري، کله چې باران يا نم وي، په ډېرې سختۍ يې په مرسته تګ کولاى شي.
د مقالې ليکوال استدلال کوي چې د افغان قواوو د بوټونو ستونزه دوه موارده څرګندوي، اول دا چې امريکا په تېرو څوارلسو کلونو کې پر افغان قواوو ٦٨ مليارده ډالره لګولي دي او دويم دا چې له دې سره- سره افغان سرتېري لا هم غوره کالي او بوټونه نه لري.
د ورځپاڼې په باور، د اداري فساد د پراختيا او بې کفايتۍ له کبله، د امريکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف، د افغان امنيتي قواوو د درېشۍ او بوټونو مسووليت واخيست.
د واشنګټن پوسټ په مطلب کې راغلي، له امريکا يوازې د يوې جوړې بوټونو انتقال له ٧٥ تر ٩٠ ډالرو پورې مصرف غواړي، چې د ٢٠١٦مالي کال تر پاى پورې يې اندازه سلو مليونو ډالرو ته رسېږي.
په مطلب کې لولو، تمه کېږي نړيوال ځواکونه د ٢٠١٧میلادي کال د مې مياشتې تر پايه د افغان قواوو جامو او بوټونو ته ٢١٥ مليونه ډالره ځانګړي کړي ورباندې مصرف يې کړي.
نيويارک ټايمز:
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په کابل کې د امريکا د سفارت پر وروستي خبرداري ليکنه خپره کړې چې خپلو اتباعو ته يې د ورپېښ ګواښ په باب ورکړى دى.
د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، د اسټراليا د يوې تبعه مېرمن کاټرين جين وېلسن تر تښتول کېدو وروسته چې په افغانستان کې يې له يوې نړيوالې موسسې سره کار کاوه، په دغه هېواد کې د بهرنيانو د اختطاف په باب اندېښنې زياتې شوې دي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې پر دې ټکي هم تمرکز کړى چې په افغانستان کې کال مخکې لا، دغه اندېښنې کمې وې، خو کله چې د جرمنۍ موسسې GIZ دوه جرمني کارکوونکي، يو هالنډى او بالاخره يوه اسټراليايۍ مېرمن په افغانستان کې وتښتول شوه، په کابل کې د امريکا سفارت خپلو اتباعو ته خبردارى ورکړى دى.
د ورځپاڼې په حواله، داسې اوازې هم شته چې ګواکې په افغانستان کې زيات بهرنيان تښتول شوي، خو د اړوندو هېوادونو سفارتونو دغه اوازې رسماً نه دي تاييد کړي.
د نيويارک ټايمز د مطلب په يوه برخه کې راغلي، په زياتو مواردو کې افغان اتباع هم چې په بهرنيو موسسو کې کار کوي، اختطاف کېږي، خو دوى اکثره د قومي مشرانو په منځګړيتوب د مذاکرو په نتيجه کې له زيانمنېدو پرته د انسان تښتوونکو يا هم سخت دريځو وسله والو له منګولو خوشې کېږي.
ګارډين:
د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې بيا د يوه افغان پر داستان يوه ليکنه خپره کړې چې په نويمه لسيزه کې د افغانستان د کورنيو جګړو په وخت کې يې د کابل ملي موزيم ځينې تاريخي اثار له خطره ژغورلي دي.
د ګارډين په حواله، نجيب الله پوپل د نويمې لسيزې په جنګونو کې په کابل کې د ملي موزيم ساتونکى و.
ورځپاڼه ليکي، په نويمه لسيزه کې د کورنيو جګړو له پيل سره سم پوپل له خپلو همکارانو سره تصميم ونيوه چې د باختري خزانې او طلاتپې د اثارو په ګډون ځينې ارزښتمن اثار له موزيم څخه يوه خوندي ځاى ته انتقال کړي.
د ګارډين په مطلب کې راغلي، د يوولسو کلونو لپاره له اوو کسانو پرته نور خلک نه وو خبر چې د ملي موزيم دغه تاريخي اثار چېرې دي.
په داسې حال کې چې دغه اثار د ارګ په يوه خوندي زېرخانه کې چې په افغانستان بانک پورې مربوط دى، ځاى پر ځاى شوي وو.
نجيب الله پوپل ګارډين ورځپاڼې ته ويلي، هغه اثار چې ده او همکارانو يې په ارګ کې پټ کړل، ډېر ارزښتمن دي او د څو کلونو لپاره حتى دده مېرمنې هم په دې اړه معلومات نه لرل.
نجيب الله پوپل د طالبانو د واکمنۍ وخت هم ياد کړى چې طالبانو ځينې تاريخي اثار له منځه يووړل.
پوپل ويلي، هغوى بايد ټول تاريخي اثار له منځه يونه سي، ځکه د اسلام ستر پيغمبر هم له ټولو هېوادونو او خلکو سره ښې اړيکې درلودې.
نو ښاغلى پوپل غواړي، چې د يوه هېواد فرهنګي ميراث او شتمني هم له منځه لاړه نه شي، ځکه دا د ټولې نړۍ ارزښتونه دي.