افغانستان
په کابل "GIZ" خپل غیر افغان کارکونکي له افغانستانه وایستل
په کابل کې د وروستیو امنیتي ستونزو له امله د جرمني مرستندویه ټولنې "GIZ" خپل غیر افغان کارکونکي له افغانستانه وایستل.
د دې نړیوال سازمان مطبوعاتي مسؤلینو پرون شنبه ازادي راډیو ته تائید کړه چې کارکوونکي یې له افغانستانه ایستل شوي خو د دې حرکت د نورو جزئیاتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
خو د جرمني خبري اژانس د پټو سرچینو په حواله ویلي چې د دې خیریه ټولنې یوازې لس تنه کارکوونکي په کابل کې پاتې شوي او نور ټول مامورین یې متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي.
د جرمني خبري اژانس وايي، په دې خیریه سازمان کې سل تنه جرمنیان او د نړۍ د نورو هېوادونو خلک په کار بوخت وو او لږترلږه ۱۴۰۰ افغانانو هم په کې کار کاوه.
پټو سرچینو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په کابل کې تر وروستۍ چاودنې دوه ورځې مخکې دې ادارې ته د جدي امنیتي ګواښ خبر ور رسېدلی و نو له دې امله یې له شپږو دفترونو څخه خپل کارکوونکي ایستلي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پکتيکا کې د طالبانو له لوري په غلا تورن يو کس ۳۹ دُرې وهل شوی
په پکتیکا ولایت کې نن چهارشنبې په غلا تورن یوه کس باندې تعزیري سزا عملي شوه.
د طالبانو د سترې محکمې د بیان لهمخې د دې ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ابتدایي محکمې د پرېکړې لهمخې تورن کس چې په شپږ کاله بند محکوم شوی، په ۳۹ دُرو ووهل شو.
پهدې وروستیو کې د طالبانو لهخوا په عام محضر کې پر مجرمینو د تعزیري سزګانو په عملي کېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
طالبانو د تېرې یکشنبې په ورځ د فاریاب ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې یوکس د زنا په تور ۳۵ دُرې وواهه.
تورن کس په ۴ میاشتو زندان هم محکوم شوی.
دغه سزاګانې داسې مهال عملي کېږي چې، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو ډلو په کراتو کراتو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې پر مجرمینو د تعزیري سزاګانو له عملي کېدو لاس واخلي.
افغان کرکټ بورډ له زمبابوې سره د لوبو نېټې په ډاګه کړې
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د زمبابوې له ملي لوبډلې سره د افغان ملي لوبډلې د راتلونکو لوبلړیو نېټې په ډاګه کړې.
د سهشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۹مه نېټه کرکټ بورډ د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې، ملي لوبډله به یې د ډسمبر له نهمې نېټې د نوي ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ تر شپږمې نېټې پورې له زمبابوې سره درې لوبلړۍ ترسره کړي.
دغه لوبلړۍ چې د زمبابوې په کوربهتوب ترسره کېږي پهکې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ سيالۍ او دوه ټېسټ لوبې شاملې دي.
کرکټ بورډ لیکلي، د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه وي.
دغهراز د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ترسره شي.
د دې ترڅنګ د ټېسټ سیالیو لومړۍ لوبه به د ډسمبر میاشتې په ۲۶مه پیل او په ۳۰مه نېټه به پای ته ورسیږي او دویمه ټېسټ سیالي بیا د جنورۍ میاشتې په دویمه نېټه پیل او په شپږمه نېټه به یې اخري ورځ وي.
د ویلو ده چې تر یادو لوبلړیو وړاندې، افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د بنګلهدېش پر وړاندې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.
د رزمي ورزش پنځه افغان لوبغاړي په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللي
د افغانستان د جیت کاندوی په نوم د رزمي ورزش پنځه لوبغاړي په نړیوالو سیالو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللي دي.
د افغانستان د ورزش او بدني روزنې ریاست د بیان لهمخې، د دې ریاست او د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې په ملاتړ پنځه لوبغاړي او یو څلور کسیز پلاوی تاشکند ته استول شوي دي.
په دغو لوبو کې چې ټاکل شوې، د نومبر له لومړی تر شپږمې نېټې په تاشکند کې ترسره شي، ۱۴ هېوادونه ګډون کوي او لوبغاړي یې په یوولسو ورزشي څانګو کې لوبیږي.
بدخشان کې د سرو زرو د يو کان نړېدو پېښه کې درې کسان مړه شوي
په بدخشان کې د سروزرو د مینځلو د یوې کارخونې د نړېدو په پېښه کې درې کارګران مړه شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، دغه پېښه پرون سهشنبې د ارغنجواه ولسوالۍ په تاقرچه سیمه کې شوې ده.
د هغه په خبره دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې پر دغو کارګرانو د کار په مهال ناڅاپه کارخونه ونړېده.
د درې واړو کارګرانو مړي د طالبانو د امنیتي کسانو لهخوا د نړېدلې کارخونې له خاورو را ايستلي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
په بدخشان ولایت کې لهدې مخکې هم دا ډول ډېرې پېښې تکرار شوي او یو عمده لامل یې دا ښودل شوی چې، د سیمې اوسېدونکي په غیرقانوني او غیرمعیاري ډول کانونه سپړي.
طالبانو يو ترکي شرکت سره د جوزجان د سمنټو د توليد د يوې فابريکې قرارداد لاسليک کړ
د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم وزارت پرون سهشنبې په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولید د یوې فابریکې قرارداد له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ.
د سمنټو د تولید دغه فابریکه د ترکي ۷۷ شرکت لهخوا د ۱۶۳ ميلیونه ډالرو په پانګونې سره د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې جوړیږي.
د راپورونو لهمخې په هغو مراسمو کې چې پرون پهدې مناسبت په سیمه کې جوړشوي و، د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پهکې حضور درلود.
د طالبانو د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر ملا هدایتالله بدري په خبره د سمنټو د تولید په دغې فابریکه کې به د یو زرو ۲۵۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي.
د طالبانو حکومت چې په څه باندې درېیو کلونو کې یې د کانونو د استخراج او فابریکو او تاسیساتو د رغولو یو زیات شمېر قراردادونه لاسلیک کړي، پرې یو انتقاد د دغو قراردادونو پر روڼوالي څرخي.
يونېسف په کابل کې د اوبو پر کمښت اندېښنه ښودلې
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف خبرداری ورکوي چې، که عاجل اقدام ونهشي، تر۲۰۳۰م کال پورې به د کابل ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شي.
د ملګروملتونو دغې ادارې پرون سهشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې ولیکل، په کابل کې د خلکو د هستوګنې چټک بهیر او د اقلیم د بدلون اغېزې د دې سبب شوي چې، پهدې ښار کې د تر ځمکې لاندې اوبو اندازه د پام وړ کمه شي.
د یونېسف په وینا له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته افغانستان دا تیاری نهلري، چې د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مقابله وکړي.
یوشمېر کارپوهان په کابل کې د پاکو اوبو د تامین یوه لنډمهاله حللاره، دې ښار ته د پنجشېر سیند د اوبو لېږدول بولي.
خو د پاکو اوبو د کمښت ستونزه یوازې په کابل پورې نه محدودیږي، بلکې د افغنستان اکثره نور ښارونه هم له دغې ستونزې سره مخ دي.
د ملګروملتونو په وینا د افغانستان شاوخوا ۸۰سلنه وګړي، پاکو اوبو ته کافي لاسرسی نهلري.
اوچا له افغانستان سره د اسټرالیا د ۱،۳ میلیون ډالره مرستې خبر ورکړ
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا له افغانستان سره د اسټرالیا د ۱،۳ میلیون ډالره مرستې خبر ورکوي.
اوچا پر ایکس شبکې په یوه بیان کې د دې مرستې خبر ورکړی او ورسره یې لیکلي دي چې دا مرسته په روان ۲۰۲۴م کال کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.
اوچا په خپل بیان کې د اسټرالیا څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې هېواد مرسته به په افغانستان کې د زیانګالو خلکو د ژوند ژغورنې پر چاره ولګول شي.
د افغانستان الف لوبډله د اسيا ځوانانو د کرکټ اتلولۍ تر ګټلو وروسته کابل ته ورسېده
د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډله نن سهار د اسيا د ځوانانو د کرکټ د اتلولۍ ګټلو وروسته کابل ته ورسېده.
افغانستان د یکشنبې په ورځ په عمان کې د اسیا د ځوانانو د کرکټ جام په پای لوبه کې سریلانکا ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
افغانستان له ۲۰۱۳م کال راهیسې د اسیا د ځوانانو د کرکټ په سیالیو کې ګډون کوي.
د اسیا ایمرجېنګ کپ سیالۍ د افغانستان، هند، بنګله دیش، عمان، متحده عرب امارات، هانک کانګ، سریلانکا او پاکستان په ګډون ترسره شوې.
که څه هم ګڼو ټیمونو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړی و، خو د ملي ټیمونو اکثر مهمې څېرې هم په دې لوبو کې شاملې وې.
بینېټ یو وار بیا په افغانستان کې د بشري حقونو له خرابېدونکي وضعیته اندېښنه ښودلې
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په خپل نوي راپور کې یو وار بیا په افغانستان کې د بشري حقونو له خرابېدونکي وضعیته اندېښنه ښودلې ده.
هغه ویلي، طالب چارواکو نړیوالو قوانینو ته د درناوي د ادعاوو خلاف عمل کړی او د بشري حقونو څخه یې بې شمېره سرغړونې کړي دي.
طالب چارواکو سمدستي د بینېټ د نوي راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې هغه تورن کړی چې پروپاګند کوي او له همدې امله یې افغانستان ته له سفر منع کړی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کړې چې ریچارډ بینېټ د ده په خبره د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده په غاړه درلوده، په پروپاګند بوخت و او یوه ډېره وړه مسئله یې لویوله.
د مجاهد په وینا، له همدې امله ریچارډ بینېټ ته نور اجازه نه ورکول کېږي چې افغانستان ته سفر وکړي.
خو ریچارډ بینېټ ویلي چې د ملګرو ملتونو لهخوا ټاکل شوي د یوه خپلواک کارپوه په توګه خپل مسوولیتونه په جدي توګه ترسره کوي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې په بشپړه بې طرفۍ سره راپور تیار کړی دی.
هغه زیاته کړې، سره له دې چې د طالبانو لهخوا افغانستان ته له ورتلو منع شوی، خو دی به د بشري حقونو د سرغړونو مستندولو ته دوام ورکړي او د وضعیت د ښهوالي لپاره به غږ پورته کړي.
په جوزجان کې یوې ښځې شپږګوني ماشومان زېږولي
یوې ښځې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان په یوه خصوصي روغتون کې شپږګوني ماشومان زېږولي دي.
ځايی رسنیو پرون دوشنبې وویل، دا ماشومان، چې څلور نجونې او دوه هلکان دي، د عقرب په شپږمه د شبرغان په شکران خصوصي روغتون کې زېږېدلي دي.
د روغتون رییس کاظم صدیقي ځايي رسنیو ته وویل چې هم مور او هم ماشومان په ښه حالت کې دي.
د روغتون ډاکترانو د ماشومانو روغتیا د قناعت وړ بللې او صدیقي زیاته کړه چې د مور حالت هم ثابت دی.