د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

په لومړي ځل د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې د سولې یو مطالعاتي مرکز جوړ شو


په لومړي ځل په محلي کچه د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې د سولې د مطالعاتو یو تحقیقاتي مرکز جوړ شو
په لومړي ځل په محلي کچه د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې د سولې د مطالعاتو یو تحقیقاتي مرکز جوړ شو

په هېواد کې د سولې د ټینګښت په هدف د هڅو په دوام، دا وار په لومړي ځل په محلي کچه د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې د سولې د مطالعاتو یو تحقیقاتي مرکز جوړ شو.

دغو مرکز نن چهارشنبه د جرمني د پراختیايي پروګرام یا «GIZ» په همکارۍ د بلخ پوهنتون په ژورنالېزم پوهنځي کې خپل فعالیت پیل کړ.

د بلخ د ژورنالېزم پوهنځي مرستیال عبدالحمید صفوت وايي چې د یاد مرکز له جوړېدو څخه اساسي هدف د سولې په برخه کې د علمي تحقیقاتو ترسره کول دي.

هغه ووېل چې د بلخ پوهنتون د سولې د مطالعاتو مرکز به د سولې په تړاو محصلینو ته د اختصاصي زده کړو برنامې پلي کړي.

صفوت زیاته کړه:

"دا په شمال زون کې د سولې د مسایلو په باب د تحقیقاتو لومړی علمي مرکز دی، دا مرکز په‌دې موخه جوړ شوی، څو د استادانو علمي او تحقیقاتي مقالې تر لاسه او له محصلینو سره یې شریکې کړي. همدا راز د «GIZ» په مرسته چې په هغو هېوادونو کې چې د سولې په باب تجربې لري، محصلینو ته او خاصتآ د ژورنالېزم برخې ته به د هغوی له تجربو د زده‌کړو زمینه هواره کړو."

د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت
د افغانستان په نقشه کې د بلخ ولایت

د بلخ د ژورنالېزم پوهنځي مرستیال وايي چې په ټولنه کې له خلکو سره د سولې په باب د فکري بنیادي جوړښتونو نه شتون سبب شوی چې په هېواد کې د جګړې فصل اوږد شي.

هغه ووېل چې په همدې اساس اړینه ده، څو محصلینو ته د هغوی د اختصاصي زده‌کړو ترڅنګ د سولې د ترویج او ودې په برخه کې هم ذهنیت ورکړل شي.

ده ووېل:

"زما اند دا دی چې د روانې جګړې یو اساسي لامل هم د سولې په باب د فکري بنیادي جوړښتونو نه‌شتون دی. هغه ټول کسان چې زده کړې کوي ان د ماسترۍ او یا ډوکتورا په کچه دوی یوازې فنوني او تخنیکي مسایلو ته پام ګرځوي او د سولې په باب اختصاصي مسایل او تئوري ګانې نه لولي."

د بلخ پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي زده‌کړیاله ملکه پامیري وايي چې د سولې په باب د مطالعاتو د داسې یوه څېړنیز مرکز شتون به د محصلینو په فکري بدلون هم تاثیر وکړي او نسبټ جګړې ته به د سولې په باب د راپور ورکونې لړۍ ګرنډۍ کړي.

آغلې پامیري زیاته کړه:

"د دې مرکز جوړېدل به ډېر ګټور تمام شي، هغه کسان چې دلته مطالعات کوي دوی خامخا فکري بدلون موموي او د جګړې او شخړو مسایلو پر ځای به د سولې او یووالي مسایلو په باب فعالیت زیات کړي."

په‌داسې وخت کې په محلي کچه په بلخ ولایت کې د سولې په باب د څېړنیزو مطالعاتو یو مرکز جوړیږي چې نسبت بل هر وخت ته اوس مهال په ملي او نړېواله کچه هم د افغان سولې او له طالبانو سره د مذاکراتو په هدف هڅې ګړندۍ شوي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG