د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

په کابل کې د لمریزې برښنا لومړنۍ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


د افغانستان برښنا شرکت د جرمني د نړیوالو مرستو «GIZ» بنسټ په مالي مرسته د لمریزې برښنا د لومړنۍ دستګاه پرانیسته وکړه.

د ۳۰ کېلو واټه په ظرفیت سره، د کابل په دهمزنګ کې د افغانستان د برښنا شرکت پر بام د لمریزې برښنا لومړنۍ پروژه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه شرکت عمومي اجرائیوي رئیس امان‎الله غالب په‎دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، د دغې طرحې په کارولو سره به د دولتي ادارو او کورونو په بامونو باندې د لمریزې انرژۍ تختې ولګول شي او د کورونو خاوندان به د وارداتي برښنا یا حرارتي او ابې برښنا پر ځای له لمریزې برښنا ګټه واخلي.

ښاغلي غالب زیاته کړه:

"دا یوه نمونه‌یي پروژه وه او موږ هڅه وکړه، څو د برښنا شرکت او دولتي ادارو نه پیل کړو. موږ ښاریان هم هڅوو، څو راشي او په‎دې پروژې پانګونه وکړي او د پلان سره سم برښنا شرکت د ډونرانو په مرسته د ۵۰ سلنې پیسې ورکوي او ۵۰ سلنه به ښاریان لګښت ورکوي."

د برښنا شرکت د معلوماتو له مخې یاده دستګاه په هر ساعت کې د ۱۲۰ کېلو واټه برښنا د تولید ظرفیت لري.

یاده پروژه د جرمني د نړیوالو مرستو «GIZ» په نږدې ۳۰ زره یورو مالي مرسته او د افغانستان برښنا شرکت د نوې کېدونکې انرژۍ د مدیریت تر څارنې لاندې بشپړه شوې ده.

له دې وړاندې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې هم د اسیا پراختیایي بانک د څه باندې ۴۴ میلیونه ډالرو په مالي لګښت د لمریزې برښنا د سب‎سټېشن د جوړولو تړون لاسلیک شوی وو.

افغان حکومت ویلي، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ۲۰ مېګا واټه په ظرفیت د شبکې دننه د لمریزې برښنا یو سټېشن فعال او ورسره به په کابل او جلال‌اباد کې د برښنا د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شي.

همدا شان تر دې وړاندې په لوېدیځ ولایت هرات کې هم د لمریزې او بادي برښنا پروژه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي چې د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت د معلوماتو له مخې د دوه مېګا واټه برښنا د توليد ظرفیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د ګاونډیو هېوادونو په وارداتي برښنا متکی هېواد دی چې شااوخوا ۳۲ سلنه وګړي یې برښنا ته لاسرسی لري.

په کابل کې د لمریزې برښنا د پروژې د ګټې اخیستنې په غونډه کې د جرمني د نړیوالو مرستو بنسټ د «BMZ» مرستیال ټامس فیدیکر ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د پروژې د پرانیستې مراسم
د پروژې د پرانیستې مراسم

نوموړی وايي:

"موږ به په درېیو مهمو برخو کې اقتصادي پراختیا، مسلکي زده‎کړو او د ښې حکومتوالۍ په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو او یوه اساسي مسئله دا ده چې موږ غواړو خپلې دغه مرستې د افغانستان ولایتونو ته هم وغځوو."

د افغانستان برښنا شرکت وايي، دغه هېواد د لمریزې برښنا د تولید ښه ظرفیت لري او هڅې پیل شوي او هیله‎مند دی چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې تر ۵۰۰ مېګا واټه پورې د لمریزې برښنا د تولید پروژې طرحه کړي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه حسیب مؤحد وايي، افغانستان د لمریزې برښنا د توليد لپاره يو غني هېواد دی چې په استفادې سره به‌یې په دغه هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG