د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۴ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۷:۲۶

بلخ کې د برښنا د ستونزې په اړه غضنفر شرکت کار پیلوي


په پام کې ده چې په بلخ ولایت کې د تولیدي فابریکو د برښنا د ستونزې د هوارۍ په هدف غضنفر شرکت په‎دې برخه کې په کار پیل وکړي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیر احمد سپاهي‎زاده نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه شرکت له فعالیت سره به ۵۰ مېګا واټه برښنا تولید او په صنعتي پارک کې به پر فابریکو ووېشل شي.

سپاهي‎زاده وايي چې اوس‎مهال د دغه شرکت ماشین‎الات او نور لازم وسایل موجود دي او کله چې يې د ځمکې ستونزه هواره شي، عملاً به برښنا تولید کړي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رئیس وايي چې د برښنا پر دغه پروژه ۷۶ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

XS
SM
MD
LG