د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

نغلو کې د لمریزې برېښنا د سب‎سټېشن جوړول او زرګونه کورنیو ته دوامداره برېښنا!


د کابل د برېښنا رياست مسؤلین، په نغلو کې د لمریزې برېښنا د لومړني سب‎سټېشن د جوړولو لپاره د اسیا د پراختیايي بانک مالي همکاري مهمه بولي او وايي، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ له دوامداره برېښنا برخه‌مند شي.

د کابل د برېښنا رئیس محب‌الرحمن مهمند د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، د يادې لمریزې برېښنا د سب‎سټېشن په فعالېدو سره به د کابل، جلال‎اباد، لغمان او سروبي د اوسېدونکو د برېښنا د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي.

محب‌الرحمن مهمند زیاته کړه:

"دغه پروژه په لومړۍ مرحله کې ۲۰ مېګا واټه لمریزه برېښنا په نغلو کې توليدوي او د نغلو بند د برېښنا د لین سره يوځای کېږي چې د کابل، لغمان، سروبي او جلال‎اباد ښار په اوسېدونکو به ځانګړی اغېز ولري او يوازې په کابل کې به ۲۰ زره کورنۍ له دوامداره برېښنا نه برخه‌مند کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مالیې وزیر تېره ورځ د اسیا پراختیایي بانک له رئیس سره د څه باندې ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت، د لمریزې برېښنا د لومړني سب‎سټېشن د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اسیا پراختیايي بانک رئیس
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اسیا پراختیايي بانک رئیس

د افغانستان د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې د دغې پروژې له مخې به د سروبي ولسوالۍ په نغلو سیمه کې د ۲۰ مېګا واټه په ظرفیت د شبکې دننه د لمریزې برېښنا یو سټېشن فعال او ورسره به په کابل او جلال‌اباد کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر یو بریده هواره شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د ګاونډیو هېوادونو په وارداتي برېښنا متکی هېواد دی چې شااوخوا ۳۲ سلنه وګړي یې برېښنا ته لاسرسی لري.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو يو شمېر افغان کارپوهان وايي، افغانستان د لمریزې برېښنا د توليد لپاره يو غني هېواد دی چې په استفادې سره به‌یې په دغه هېواد کې د برېښنا د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي.

د دغه پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ له دوامداره برېښنا برخمن شي.
د دغه پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ له دوامداره برېښنا برخمن شي.

د اقتصادي چارو کارپوه حسیب مؤحد وايي:

"دا ډېره مهمه او حیاتي ده چې له نورو منابعو نه هم برېښنا ترلاسه شي چې يوه منبع‌يې لمر ده، افغانستان يو له هغو هېوادونو نه دی چې په اوسط ډول په کال کې شااوخوا ۳۰۰ ورځې لمر لري چې باید ورنه د برېښنا په توليد کې په کافي اندازه ګټه واخیستل شي."

افغان حکومت په دې باور دی چې د خپلو نړیوالو مرسته کوونکو په مالي همکارۍ به په راتلونکي کې د دغې پروژې د تولید کچه له ۳۰ تر ۴۰ مېګا واټو پورې لوړ کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG