د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د اوبو او برېښنا وزارت: د کونړ پر سیند د برېښنا بند سروې بشپړه شوې


د اوبو او برېښنا وزارت مسؤلين وايي، د کونړ پر سیند د برېښنا بند د جوړېدو سروې ترسره شوې او اوس پر تفصيلي ډيزاین کار روان دی.

دا څرکندونې د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني د سې شنبې په ورځ په جلال‌اباد کې د برېښنا شبکې د غځونې په غونډه کې وکړې.

نوموړي وويل چې د کونړ پر سيند د برېښنا بند سروې بشپړه شوې او د تفصيلي ډيزاین چارې يې یوې چينايي کمپنۍ ته سپارلي چې د شپږو میاشتو په موده کې به‌يې دوی ته وسپاري.

د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني
د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني

ښاغلي عثماني زیاته کړه:

"موږ له هېواده بهر په استانه کې له یوه چينايي شرکت سره قرارداد وکړ، هغوی د شپږو میاشتو په موده کې خپله څېړنه بشپړوي بیا زموږ د وزارت تائيد ترلاسه کوي او له هغې وروسته د نهايي کېدو په خاطر بيا د هېواد اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کېږي."

همدارنګه نوموړي وويل، سږ کال د ننګرهار لپاره لويې پروژې په نظر کې لري چې په عملي کېدو سره به‌یې د دې ولایت ستونزې تر یوه حده اوارې شي.

په دې پروژو کې د حصارشاهي صنعتي پارک لپاره د لمریزې برېښنا جوړېدل او د درونټې بند د ترمیم چارې شاملې دي.

بل‎خوا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ابو او برېښنا ریاست نه مننه وکړه چې د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې یې د برېښنا د شبکې په غځېدو سره چې ۱۹ ټرانسفرمره کېږي د دې خلکو ستونزې اوارې کړې.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"۱۹ مختلف طاقت لرونکي ټرانسفرمرونه نصب شول چې له دې سره د لومړۍ ناحیې د خلکو د برېښنا ستونزه اواره شوه له دې کبله د اوبو او برېښنا وزير نه مننه کوم چې د ښاریانو ستونزو ته‌يې رسېدنه وکړه."

د ننګرهار د برېښنا ریاست د معلوماتو له مخې د جلال‌اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د دې پروژې په بشپړېدو سره به څلور زره کورنیو ته د نغلو برېښنا مزي وغځېږي.

د کتونکو په اند لا هم د جلال‌اباد ښار د برېښنا ستونزه نه‎ده اواره شوې او اوس‌مهال په دې ښار کې په ۲۴ ساعتونو کې له څلورو تر اته ساعتونو برېښنا نه‌وي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG