د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د اسعارو د بیو لوړېدو د وارداتي برېښنا بیې لوړې کړي


د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د وارداتي برېښنا نرخ یوازې د اسعارو بیو ته په کتو ۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

د برېښنا شرکت تجارتي رئیس میرویس عالمي هغه نظرونه ردوي چې ګواکې برېښنا شرکت د پوروړو د پور پیسې او یا خپل زیانونه د خلکو له لوري جبرانوي.

برېښنا شرکت وايي چې افغانستان ته د واردیدونکي برېښنا بيه ځکه ۲۵٪ لوړه شوي چې د ډالرو قیمت پورته تللی دی.

د یاد شرکت تجارتي رئیس میرویس عالمي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د خلکو هغه نظرونه بې اساسه وبلل چې برېښنا شرکت په ډنډ غوري کې د ویجاړو شوو پایو او یا د پوروړو د پور پیسې د عامو خلکو له جیبونو اخلي.

هغه وویل چې ۲۵ فیصده دا اضافه والی یوازې د نورو زیانونو د مخنیوي په خاطر دی.

د برېښنا شرکت تجارتي رئیس میرویس عالمي
د برېښنا شرکت تجارتي رئیس میرویس عالمي

هغه زیاته کړه:

"موږ که غوښتل چې هغه مصارف مستقیماً په خلکو وا چوو نو داسې اسانه وه چې په بیل کې مو اضافه کړي وای خو موږ دا کار ونکړ، زموږ برېښنا شرکت په عمومي توګه د ځينو ګواښونو سره مخ ده، یو یې دا ده چې اسعار ورځ تر بلې لوړېږي."

د برېښنا شرکت چې کله روانه اوونۍ د وارداتي برېښنا د بیو لوړولو اعلان وکړ په ټولنیزو شبکو کې ډېرو خلکو دا فیصله غلط قضاوت وباله او وې ویل چې حکومت په دې سره غواړي د خلکو له جیبونو خپل زیانونه پوره کړي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې ځينې دولتي ادارې او چارواکي ملیونونه افغانۍ د دې ادارې څخه پوروړي دي.

دا شرکت وايي چې د بیو دا لوړوالی په مرکز کابل او دیارلس نورو ولایتونو کې یوازې په هغې برېښنا وضع شوی چې واردیږي.

افغانستان اوس مهال د اړیتا وړ شاوخوا ۸۰ فیصده برېښنا د شمالي ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي چې د برېښنا شرکت له نوي اعلان سره ترې ډېر وګړي اغېزمن کېدای شي.

د افغانسان د اوبو او برېښنا وزارت بیا وايي چې د ملي یووالي حکومت د نوې ستراتژۍ له مخې په ځان بسیاینې ته لومړیتوب ورکوي او د هېواد د ننه د برېښنا د تولید هڅې ګړندۍ کوي.

د دې وزارت مرستیال امان الله غالب وايي چې په پنځو راتلونکو کالونو کې به د هېواد هیڅ کومه برخه له برېښنا بې برخې پاتې نه شي.

هغه زیاته کړه:

"په ځان د بسیا کېدو په طرح کې موږ هڅه کړي ده چې د هېواد د کورنیو سرچینو لکه د اوبو، لمریزې، باد او ګاز له انرژیو ګټه پورته کړو."

له دې وړاندې د روان لمریز کال په پیل کې جمهور رئیس غني ویلي چې په روان کال کې به د برېښنا تولید ته دومره کار وشي چې په تېرو سلو کلونو کې به بی نظیره وي.

په دې لړ کې افغان حکومت پلان لري چې په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ بندونه جوړ کړي او د لا اړتیاوو پوره کېدو لپاره له شمالي ګاونډیو د برېښنا د واردولو اندازه لوړه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG