د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

شرافت: ارزګان کې یو کېلو واټ برېښنا ۴۰ افغانۍ ده


د ارزګان ولایت د برېښنا ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د یو کېلو واټ برېښنا بیه ۴۰ افغانۍ ده، خو دغه بیه بیا په نورو ولایتونو کې ۳ افغانۍ ده.

د یاد ولایت د برېښنا رئیس عبدالسمیع شرافت د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې برېښنا ډېزلي ده او بیه‌يې هم دومره لوړه ده چې خلک اوس دې ته اړ شوي چې له شمسي یا «لمریزې» برېښنا څخه ګټه پورته کړي.

شرافت: ارزګان کې د برېښنا بیه ډېره لوړه ده.
شرافت: ارزګان کې د برېښنا بیه ډېره لوړه ده.

​نوموړي زیاته کړه:

"زموږ د برېښنا شبکه ډېزلي ده او د برېښنا قیمت مو نظر نورو ولایتونو ته ډېر لوړ دی، په کندهار، کابل، مزارشریف او داسې نورو ولایتونو کې هلته یو کېلو واټ برېښنا په یوه نیمه افغانۍ دی ولې په ارزګان ولایت یو کېلو واټ په ۴۰ افغانۍ ده دا مسلماني ده، زه له دولته څخه غواړم چې ارزګان ولایت کې سولري برېښنا جوړه کړي."

شرافت له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې د برېښنا جوړولو ته پام وکړي څو ټولو خلکو ته برېښنا ورسېږي.

ښاغلی شرافت وايي، له تېري یوې نیمې میاشتې راهیسې د تېلو د کموالي له امله پر ترینکوټ ښاريانو باندې د ورځې له‌خوا برېښنا بنده شوې او یوازې د شپې له‌خوا د څو ساعتونو لپاره ښاریانو ته برېښنا ورکول کېږي.

شرافت: پر ترینکوټ ښار د ورځې له‌خوا برېښنا قطعه شوې.
شرافت: پر ترینکوټ ښار د ورځې له‌خوا برېښنا قطعه شوې.

په ورته وخت کې د جنوبي زون د برېښنا ریاست د رسنیو برخې مسؤل امان‌الله فاروقي ازادي راډیو ته وویل چې په ارزګان ولایت کې د برېښنا تعرفه خپله د دغه ولایت ولایتي ادارې ټاکلې او دوی ورسره تائید کړې ده.

نوموړی وايي، نه‌یوازې ارزګان د برېښنا د قیمت د لوړوالي له ستونزې سره مخ دی بلکې په ټولو هغو ولایتونو کې د برېښنا قیمت لوړ دی کوم چې برېښنا يې ډېزلي وي.

فاروقي وايي:

"دغه تعرفه چې په ارزګان ولایت کې ټاکل شوې ده، خپله د ارزګان ولایتي ادارې دوه کاله وړاندې په خپله خوښه ټاکلې ده، خو بیا هم موږ به یو حل لاره ورته پیدا کړو."

هاخوا بیا د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکو د دولتي برېښنا نه‌شتون له ګڼو ستونز سره مخ کړي دي.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې دولتي برېښنا دې ژر تر ژره فعاله او بیه دې ټیټه شي.

د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"زه خیاطي کوم، یوه نیمه میاشته کېږي چې په دغه ولایت کې برېښنا نه‌شته، موږ له دولت څخه غواړو چې باید د برېښنا غم وخوري. په ارزګان ولایت کې د برېښنا قیمت تر نورو ولایتونو څو برابره لوړ دی، دلته یو کېلو واټ برېښنا په ۴۰ افغانۍ ده."

دا په داسې حال کې ده چې ارزګان د اوبو برېښنا تولیدولو لپاره پراخې منابع لري، خو دولت‌يې په ګټه اخیستلو نه‌دی توانېدلی.

راپور:شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG