د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۰

ډاکټر عبدالله په کندهار کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پرانېسته


په کندهار کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پرانېستل شوه.

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د دغې پروژې د افتتاح په مراسمو کې وویل چې پر یادې پروژې ۲۰ میلیونه ډالر لګښت راځي چې ۱۰ میلیونه يې د «یو. اس. اې. ای. ډي» له بلاعوضه مرستو څخه او پاتې پیسې یې د یوې هندۍ کمپنۍ له خوا ورکول کېږي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

​ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"دا د سولر پروژه ده چې ۱۰ مېګاواټه يې ظرفیت دی او په دې کې د امریکا متحده ایالاتو پانګونه کړې او همدارنګه یو خصوصي شرکت، دا د دولتي او خصوصي سرمایه ګذارۍ یوه نمونه ده."

اجرائیه رئیس وویل چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د کندهار په صنعتي پارک کې د فعاله او غیر فعاله فابریکو د بر ېښنا ستونزه هواره شي .

د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا دغه پروژه چې ۱۲ میاشتې وخت نیسي او د اګست پر ۲۶ مه يې چارې بشپړېږي، ډېره برخه برېښنا به يې صنعتي پارک او یوه لږ برخه به یې د کندهار ښار ته ورکول شي .

په عین وخت کې د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤلین وايي چې د لمریزي برېښنا د دغې پروژې تر بشپړېدو وروسته به دغه شرکت د ۱۵ کلونو لپاره د برېښنا هر کلیواټ ساعت په ۷.۳ سېنټ رانیسي چې وروسته له ۱۵ کلونو به د لمریزې برېښنا دغه دستګاه د افغانستان د برېښنا شرکت ته وسپارل شي .

د یادلو وړ ده چې د لمریزې برېښنا دغه دستګاه د برېښنا د ریزرف کومه سرچینه نه لري، یوازې د ورځې په لړ کې برېښنا تولیدوي او د شپې له خوا به د برېښنا تولید نه وي .

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG