د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د خوست په ښوونځیو کې د شمولیت په هدف لس زره ماشومانو ته وړیا عکسونه اخیستل شوي


د خوست اوسېدونکی نقیب الله ځلان په ښوونځي کې د شاملولو په هدف د یو ماشوم ته د وړیا عکس اخیستلو پر مهال.
د خوست اوسېدونکی نقیب الله ځلان په ښوونځي کې د شاملولو په هدف د یو ماشوم ته د وړیا عکس اخیستلو پر مهال.

په خوست کې یو شمېر ځوانانو، ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو په هدف لس زره ماشومانو ته وړیا عکسونه اخیستي دي.

نقیب الله ځلاند د خوست پوهنتون د اقتصاد پوهنځی لوستی چې اوس ازاد کاروبار کوي.

دی او ملګری یې له تېرو دوو کلونو راهیسې ماشومانو ته د ښوونځیو د شاملولو په برخه کې د خپل ولایت لرو پرتو ولسوالیو، کلیو او بانډو ته ځي، خلکو ته عامه پوهای ورکوي او لومړنۍ مرستې ورسره کوي.

نقیب الله وايي، دوی سږ کال په همدې هدف زرګونو ماشومانو ته عکسونه واخیستل چې په خبره یې هم هڅونه او هم اقتصادي مرسته ده.

ځلاند وايي: " تر لس زره زده‌کوونکو ته مو د ښوونځي د شمولیت لپاره عکسونه واخیستل. هڅه مو دا ده چې په سیمه کې کلي په کلي، کور په کور وګرځو او ستونزې تر خپله وسه پورې حل کړو."

د نقیب الله په خبره، دوی داسې ماشومان هم ولیدل چې عمرونه یې ډېر وو، خو په ښوونځیو کې شامل نه وو، ځکه په خبره یې خلکو ته عامه پوهای نه و ورکړل شوی او اقتصادي ستونزې هم موجودې وې چې ښار پورې تګ، ماشومانو ته عکسونه، کتابونه او د ښوونځي د نورو توکو اخیستل په کې شامل وو.

دې رضاکاره ځوانانو ته دا لګښت څوک ورکوي؟

نقیب الله وايي، خپلو کې انداز کوي او له هیچا یې مرسته نه ده اخیستی.

نقیب الله ځلاند او ملګرو یې سږ کال سلګونو ماشومانو ته د ښوونځي کتابونه هم برابر کړي دي.

هغه زیاتوي: "سږ کال مو په دې بهیر کې تر ۴۰۰ زده کوونکو ته په مستقیم ډول کتابونه ورسول او پاتې دوه نیم زره ټوکه کتابونه مو د خوست ولایت د پوهنې ریاست ته وسپارل تر څو هغو ښوونځیو ته یې ولېږي چېرې چې د کتابونو اړتیا وي."

په خوست کې یو شمېر ماشومان راټول شوي څو په ښوونځیو کې د شمولیت په هدف د دوی وړیا عکسونه واخیستل شي.
په خوست کې یو شمېر ماشومان راټول شوي څو په ښوونځیو کې د شمولیت په هدف د دوی وړیا عکسونه واخیستل شي.

د خوست یو شمېر اوسېدونکي د دغو خوستي ځوانانو له پیل کړو هڅو خوشحاله دي او ستاینه یې کوي.

د دغه ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالې د المرې کلي اوسېدونکی روح الله وايي: "د خوستیو ځوانانو دا پروګرام چې ښوونځیو کې د نویو شاملېدونکو ماشومانو لپاره ترسره کېږي، په واقعیت سره د ستایلو وړ پروګرام دی چې زمونږ د کورنیو د ماشومانو لپاره یې وړیا عکسونه او هغه نور مراحل چې کېږي ورته کړي دي."

نقیب الله او ملګري یې دا هڅې داسې مهال کوي چې د افغانستان په ډېری لرو پروتو سیمو کې دا ستونزې موجودې دي، خلکو ته ښوونځیو ته د ماشومانو د لېږلو د عمر په اړه عامه پوهای کم ورکړل شوی او ډېرې ماشومان د ښوونیزو امکاناتو د نه شتون او اقتصادي ستونزو له امله هم له زده کړو پاتې دي.

دغه شان په دغه هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځی تړل شوي چې په کوردننه او بهر له بیا بیا غوښتنو سره سره هم د طالبانو حکومت په دې اړه خپله پریکړه نه ده اخیستی.

تازه د اسلامي هېوادونو ټولنې یوځل بیا له اسلامي هېوادونو غوښتي چې ښځې له زده کړو محرومې نه کړي او پرېږدي چې هغوی په بېلابېلو برخو کې ګټور تعلیم ترلاسه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG