په افغانستان کې له پوهنتون د فراغت د ورځې نمانځه په بېلابېلو ډولونو کېږي.
په دې ورځ محصلان ډېری لکه د نورو هېوادونو د محصلانو په څېر تورې چپنې او تورې خولۍ، چې ورباندې زرغونه، سره، شنه یا ژېړه فیته ګڼدل شوې وي اغوندي.
دې چپنو سره ډېری وخت د دوی سپین کمېسونه او تور پتلونونه وي، نجونو محصلانو به هم ورته جامي جوړولې، خو اوس د طالبانو حکومت پوهنتونونه او منځني ښوونځي د دوی پر مخ تړلي او دا دود یوازې تر هلکانو پورې محدود پاتې دی.
خو یو شمېر نارینه محصلانو په دې وروستیو کلونو کې دا دود بدل کړی دی، دوی د فراغت په ورځ کمېس، پرتوګ اغوندي او د پروګرام په ختم کې یو د بل په جامو په رنګه قلمونو لاسلیکونه کوي او لنډې د مبارکۍ، مانا داره یا شوخې جملې لیکلي.
دا دود ډېر په ننګرهار، کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو کې شوی او ان یو شمېر د ښوونځیو زدهکوونکو هم خپل د فراغت په ورځ دا کار کړی دی.
د پکتیا پوهنتون یو فارغ محصل چې په ۱۳۹۸ کال کې فارغ شوی، خو نهغواړي د شخصي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، خپلې لاسلیک شوې جامې یې تر اوسه ساتلي او په کتو سره یې د پوهنتون د لیسانس د دورې خوږې شېبې وریادېږي.
نوموړی وايي: "د مختلفو رنګونو څخه به کار اخیستل کېده، اما تر ډېره مارکرونه کارول کېدل، ملي بیرغ ته ورته یو ډول کش قلم به کارول کېده چې ښه انځور به یې باسه، رنګونه یې تر اوسه شته، موخه یې د ملګرو خاطرې دي."
د طب پوهنځی فارغ محصل ډاکتر ذبيحالله میلاد هم وايي، خپلې لاسلیک شوې جامې ورسره یادګار پرتې دي.
نوموړی د دغه دود په اړه چې له کومه افغانستان ته راغی وايي: "دا د امضاګانو ورځ تر ډېره په هند او پاکستان کې رواج وه، وروسته له هغې ننګرهار کې، ځکه د پېښور سره په پوله کې پروت دی، نو دا دود له هغه ځایه انتقال شوی او وروسته له ننګرهار، کندهار، خوست او نورو ولایتونو ته انتقال شوی."
خو د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس عبدالله زیارمل یې د لوېدیځ فرهنګ بولي.
نوموړی وايي: "معمولاً په نوره نړۍ کې چې څوک د ښوونځیو څخه فارغېږي، په وروستۍ ورځ دوی یوه ځانګړې فرهنګي ورځ لري چې اتوګراف ورځ ورته وایي، د دې لپاره چې د دوی خاطرات د یو او بل په ذهن کې پاتې شي، نو یو بل ته جالبې خبرې کوي، ځینې خبرې چې زدهکوونکي ورباندې مشهور وي، لیکي، د یو او بل نومونه، لاسلیکونه ځینې نورې لیکنې هم لري."
د یادونې ده، چې دا لاسلیکونه نه یوازې د ټولګیوالو بلکې د استادانو او د نورو ټولګیو د ملګرو محصلانو لهخوا هم کېږي، چې په ټوله کې د محصلانو په خبره د خوښۍ شېبې د قلم په رنګونو کې د رانغاړلو یو دود دی.
د کابل پوهنتون پخوانی استاد ډاکتر لعل پاچا ازمون د دغه دود په اړه وایي: "هغه کورنۍ چې سواد کچه یې دومره نه وي، میندې په تمه وي، چې زوی به یې څنګه فارغېږي. زما یاد شي، چې کله به چې چا عسکری کې ترفېع واخیسته نو میندو به یې له ډېرو خوشالی پتاسې او ورته شیان په سر ورشیندل. نو هغه زمانو که همداسې وه، بیا پسې ګلونه شول غاړې کې به اچول کېدل، کورنۍ ورباندې خوشاله کېږي او داسې د خوشالیو محفلونه دې لا زیات شي."
خو په پکتیا ولایت کې یو شمېر محصلان وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې دې دود پاللو ته هم اوس لکه نور ډېر دودونه اجازه نه ورکول کېږي.
د دوی له ډلې د پکتیا پوهنتون د ۱۴۰۱ کال فارغ محصل، چې نهغواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وایي، په سپینو جامو رنګه لیکنې یې ارمان و، خو پوره نهشو.
دا محصل وايي: "دا طبعا ًد خوښۍ ورځ ده، شپاړس کاله ستړیا ګالي، خواري کوي، خو موږ چې کله په ۱۴۰۱ کال کې فارغ شوو، موږ او ملګرو ته د حاکمو لهخوا اجازه رانهکړل شوه چې په کالیو یادګاري لاسلیکونه وکړو."
په دې اړه راسره د نورو ولایتونو محصلانو خبری ونهکړې.
دا چې په پکتیا ولایت کې ولې په دې دود بندیز لګېدلی په دې اړه مو د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزارت ویاند ضیا هاشمي وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
داسې محصلان هم وو چې د فراغت په غونډو کې یې د اقتصادي ستونزو له امله برخه نه اخیسته او ډېری وخت داسې شکایتونه هم موجود وو، چې د پوهنتونونو د ادارو لهخوا د فراغت ورځې د نمانځلو لپاره له محصلانو ډېرې پیسې اخیستل کېږي.