د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

اوچا: افغانستان ته د غوښتل شوې بشري مرستې یوازې ۶ سلنه راټوله شوې


له ارشیفه د یو شمېر بېوزلو ماشومانو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر بېوزلو ماشومانو تصویر

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ځانګړی همغږی کوونکی اندریکا راټواټ د افغانستان "بشري اړتیاوي او ورته د رسېدو پلان" د ملاتړ او تمویل په اړه اندېښنه ښيي او وايي، له دې صندوق سره د اړتیا په پرتله یوازې ۶ سلنه مرسته شوې.

اوچا "د افغانستان بشري وضعیت" په اړه خپل نوي راپور چې پرون ناوخته یې خپور کړی د ښاغلي راټواټ له قوله لیکلي، داسې مهال چې دوی د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو د ۳،۶ میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې؛ مګر له دې صندوق سره تر اوسه یوازې ۲۹۰ میلیون ډالر مرسته شوې.

هغه لوی واټن چې د اوچا مشر یې د اوسنیو اړتیاوو او شته مرستو ته په کتو د ژوند ژغورنې کمک رسولو پر وړاندې لوی خنډ بولي.

اندریکا راټواټ په افغانستان کې د بشري وضعیت لپاره د پاملرنې او ملاتړ دوام یوه اساسي ننګونه بولي او زیاتوي، دا هېواد پېچلو سیاسي شرایطو او طبیعي پېښو ځپلی و زیانمن کړی او چټک بشري غبرګون ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو ځانګړی همغږی کوونکی په افغانستان کې وچکالۍ ته هم اندېښنه ښيي او وايي، د اوبو سرچینې په وچېدو دي او دا کال هم لکه د تېر په څېر په شدت وچ پیل شوی دی.

د اوچا مشر پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانانو سره د خپلو ژمنو پر بنسټ، مالي مرستې دوه چنده کړي.
د اوچا مشر پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانانو سره د خپلو ژمنو پر بنسټ، مالي مرستې دوه چنده کړي.

هغه زیاته کړې، د تودوخې زیاتوالي د اورښت دودیزه اورېدنه ګډه وډه کړې او له همدې امله اوبو ته د خلکو لاس‌رسی په جدي توګه محدود شوی دی.

د اوچا مشر چې د یوناما مرستیال هم دی په افغانستان کې په جنسیتي برابرۍ او د نجونو او ښځو حقونو د خوندیتوب لپاره د ملګرو ملتونو په ثابتې ژمنې هم ټینګار کړی او دا یې هم ویلي چې د دوی لپاره د ټول‌شموله او خوندي چاپیریال رامنځ‌ته کول او د ژوند په ټولو برخو کې یې د معنا لرونکي او فعال ګډون ملاتړ ته دوام ورکول اړین دي.

هغه له طالب چارواکو سره د اوسني بن‌بست د حل لپاره اصولي تعامل او معنا لرونکې خبرې اترې مهمې بللي دي.

ښاغلي راټواټ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانانو سره د خپلو ژمنو پر بنسټ، مالي مرستې دوه چنده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان هم وايي، فقر ځپلي او ورځنیو اسانتیاوو ته یې لاس‌رسی ډېر کم شوی دی.

د کابل اوسېدونکی امېد وايي، بې‌وزلۍ دومره مجبور کړی چې نور وطن پرېږدي.

هغه وویل: "یوه اوونۍ هر ورځ سهار اووه بجې وختي چوک ته تلم چې کار پیدا کړم، ان هغه سخت کار هم نه‌و. اوس مې لاس ورور، پلار او مور ته اوږد دی. د څلورو اولادونو پلار یم."

اوچا: په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳،۷میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي چې تر نیمايي ډېرې يې نجونې او مېرمنې دي.
اوچا: په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳،۷میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي چې تر نیمايي ډېرې يې نجونې او مېرمنې دي.

د هلمند مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی خیال محمد بیا د موسساتو په مرستې د نیوکې ترڅنګ وايي چې خلک د یوه وخت ډوډۍ هم نه‌شي پیدا کولای.

هغه زیاتوي: "زموږ په کلي داسې خلک شته چې د ماښام ډوډۍ د پیدا کولو توان نه‌لري. زما غوښتنه دا ده چې موسسات باید مرستې هغو خلکو ته ورکړي چې ډوډۍ نه‌لري او وضعیت یې خراب وي."

دا په داسې حال کې ده چې اوچا د مارچ په ۱۰مه نېټه خپل راپور کې ویلي و، په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳،۷میلیونه افغانان مرستو ته اړ وي چې تر نیمايي ډېرې يې نجونې او مېرمنې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG