د افغانستان برېښنا شرکت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، وايي چې د کاسا زر پروژې عملي چارې به د سیمې د هېوادونو په همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ پیل شي.
د افغانستان برېښنا شرکت پرون (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د نړیوال بانک، افغانستان، قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان استازو په ترکیه کې د پنجشنبې او جمعې د ورځو له غونډو وروسته یوه موافقه لاسلیک کړه.
د افغانستان برېښنا شرکت پر اساس، د دې سترې پرژوې عملي کار به له دوه کلن ځنډه وروسته د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۴۰۳ په ثور (د روان ۲۰۲۴ د اپریل په پای) کې پیل شي او د ۱۴۰۴ تر پایه به بشپړ شي.
د افغانستان لپاره د دې پروژې اقتصادي اهمیت څه دی؟
د اقتصادي چارو متخصص او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی اذرخش حافظي یې په اړه وايي:
" دا پروژه د افغانستان لپاره ډېر اقتصادي ارزښت لري، سلګونه میلیون ډالره د حق العبور له درکه ترلاسه کېږي، څرنګه چې دا مزې د افغانستان په خاوره کې غځول کېږي، پر تېرولو یې ډېرو ځايي خلکو ته کار پیدا کېږي، همدا راز یې د امنیت ساتنې لپاره یو شمېر خلک ګومارل کېږي چې له دې درکه هم خلکو ته د کار لاره هواریږي. خو تر ټولو مهمه دا ده چې افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیت پر لارې بدلیږي."
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د کاسا زر پروژې مزې چې په کندوز ولایت کې له شېرخان بندره په ننګرهار کې تر تورخم پورې غځول کېږي، ۵۸۰ کیلومتره دي.
د دې پروژې په وسیله به د تاجکستان او قرغیزستان کابو ۳۰۰ میګاواټه برېښنا افغانستان او۱۰۰۰ میګاواټه پاکستان ته ولېږدول شي.
افغانستان ۱۴۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو اوس ۷۵۰ میګاواټه تولیدوي.
د کاسا زر پروژې موافقه په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت له لوري د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره لاسلیک شوې وه، خو د ناامنیو له کبله پرې عملي کار پیل نه شو.
د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته دا پروژه بیخي هېره کړای شوه او د پیلولو په اړه یې شکونه پیدا شول.