د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

نړیوال بانک: په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بیا پيلوو


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

نړیوال بانک اعلان کړی چې په افغانستان کې به د "کاسا-۱۰۰۰" په نوم د انرژۍ لېږد پروژې کار به بیا پیل کړي.

دغه بانک د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بانک "اجرایوي مدیره پلاوي" د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ په موخه د (٣.٠ کړنلارې) په نوم یوه نوې کړنلاره تصویب کړې ده.

د نړیوال بانک په اعلامیه کې راغلي چې د "کاسا-۱۰۰۰" پروژې کار به د افغانستان د درېیو ګاونډیو هېوادونو په غوښتنه بیا پیل شي، څو یوې "سرګردانې شتمنۍ" ته د دې پروژې د بدلیلو له خطر څخه مخنیوی وشي.

د کاسا زر پروژې مسیر
د کاسا زر پروژې مسیر

همدا شان، دې بانک ټینګار کړی چې د یادې پروژې کار به داسې پیل شي چې دا تضمین شي چې د جوړولو ټول مصارف او راتلونکي عواید به یې له افغانستانه بهر مدیریت شي او د طالبانو له لاسرسۍ څخه لیرې وي.

"کاسا-۱۰۰۰" پروژه د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت له تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د انرژۍ د لېږد پروژه ده.

نړیوال بانک ویلي چې په درېیو نورو هېوادونو کې د دې پروژې کار تقریبا پای ته رسیدلی او یوازې په افغانستان کې پاتې دی.

په افغانستان کې د دغې پروژې کار د طالبانو له بیا واکمنېدو څه موده وروسته ودرول شو.

تمه وه چې د کاسا پروژې له لارې به ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا له تاجکستان او قرغزستان څخه افغانستان ته او ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي.

نړیوال بانک د دې پروژې یو له مهمو تمویل کوونکو او ملاتړو څخه دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند یې اختر محمد نصرت په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت چارواکو له نړیوالې ټولنې څخه په وار- وار غوښتي په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

خو په افغانستان کې د "کاسا -۱۰۰۰" د انرژۍ د لېږد پروژې بیا پیلول د دغه هېواد لپاره څومره اړین دی؟

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت یو شمېر پخواني چارواکي او د اقتصادي چارو کارپوهان د کاسا ۱۰۰۰ برېښنا پروژې د عملي کار بیا پیلېدو ته خوشبینه دي او دا د افغانانو په ګټه ګڼي.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار انجینر حبیب الرحمن رحمت مایار ازادي راډيو ته وویل، د حکومتونو مسوولیت د دوی د امنیت تامین دی.

هغه زیاته کړه:

" که نړیواله ټولنه په دې حساس وخت کې دا اقدام کوي دا یو پر ځای او مثبت خدمت دی او ځکه ددې کار هرکلی کوم، چې سیمه ییزې پروژې پیلیږي او ګټه یې په مستقیم ډول افغانانو ته رسیږي او هیڅکله دولتونه، د امنیت د تامينولو او پخواني پالېسیو چې دمخه تصویب شوي، پرته پکې شریک نه دي."

اقتصادي کارپوه، محمد امین فرهنګ
اقتصادي کارپوه، محمد امین فرهنګ

له بلې خوا د اقتصادي چارو کارپوه محمد امین فرهنګ وايي چې له افغانستانه بهر د دې پروژې د مدیریت لپاره د نړیوال بانک پر شرایطو باید له سره غور وشي او د طالبانو حکومت هم په کې برخه واخلي.

فرهنګ وایي:

" دا د منلو وړ نه ده چې نړیوال بانک ناوړه شرطونه ایښي، دوی باید په دې برخه کې له سره غور وکړي، د دې پروژې د ادارې او مدیریت لپاره دې د ټولو ښکېلو هېوادونو ګډ کمیسیون جوړ شي، چې طالبان هم په کې برخه لري. دوی نشي کولی هغوی له پامه وغورځوي، او د مدیریت یوه ډله باید جوړه شي چې د هر هیواد ګټې پکښې تضمین شي."

په ۲۰۲۰ کال کې، د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، د «کاسا-۱۰۰۰» برېښنا پروژې د عملي کار پرانیسته وکړه او ویې ویل چې دا پروژه د افغانستان د اقتصاد لپاره یوه نوې دروازه ده.

هغه مهال ویل شوي و چې افغانستان به د دې پروژې له لارې په کال کې له ۴۰ تر ۴۵ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG