د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

اروپایي ټولنې د اسراییلو او حماس ډلې د اوربند د تمدېد غوښتنه وکړه


د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل

د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګریز سازمان بولي، نافذ شوی اوربند نن دوشنبه د شپې له ۱۲ بجو وروسته پای ته رسیږي خو اروپایي ټولنه او یوشمېر نور سیاستوال یې د غځولو غوښتنه کوي.

د فرانس پریس خبري اژانس په وینا، د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل نن دوشنبه په بارسلونا کې د دغه اوربند د تمدید غوښتنه کړې ده.

بوریل په بارسلونا کې د یوې غونډې په پيل کې ویلي: " په جګړه کې راغلې دمه باید د یوې تلپاتې او اوږدې سیاسي حل لارې لپاره وغځول شي."

بورېل د اسراییل او حماس ترمنځ د داسې سیاسي حل لارې غوښتنه کړې چې په وینا یې د اوس او راتلونکې لپاره د تاوتریخوالي کړۍ ماته کړي.

د فرانس پریس په وینا بوریل زیاته کړې:

" هیڅ شی پر ملکي اسرایلیانو د حماس له خوا د اکتوبر د ۷مې نیټې وحشت نه شي توجیه کولای، خو په خبره یې یو وحشت بل وحشت هم توجیه کولای نه شي."

حماس سخت دریځې ډلې د تېرې اکتوبر میاشتې په ۷مه نیټه پر اسراییلو په برید سره ۱۲۰۰ کسان چې تر ډېره ملکیان وو، ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې برمته کړل.

په ځواب کې اسراییلي پوځیانو پر غزې تړانګې چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، غچ اخیستونکي بریدونه وکړل او د غزې د روغتیایي چارواکو په وینا نژدې ۱۵ زره کسان یې ووژل.

د دغې جګړې د لنډمهالې دمې لپاره دواړو لورو د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب څلور ورځنی اوربند وکړ چې پر مهال یې لسګونه برمته شوي اسرایلیان او فلسطیني بندیان تبادله شول.

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د ناټو سرمنشي ینس سټولټڼبرګ هم له اسراییلو او حماس څخه د اوربند د تمدید غوښتنه کړې ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د اسراییلي چارواکو په حواله ویلي، دوی د لنډمهاله بشري اوربند تمدید ته چمتو دي، خو په دې شرط چې هره ورځ لس-لس یرغمل شوي اسراییلیان ازاد شي.

اژانس د حماس په حواله هم ویلي چې د اروبند غځولو ته چمتوالی لري.

XS
SM
MD
LG