د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

افغانستان ته د غنمو د صادراتو تود بازار؛ قزاقستان د سیمه ییز مارکېټ لویه برخه تامینوي


د قزاقستان د غنمو حاصلات، چې افغانستان ته هم په پراخه کچه صادریږي
د قزاقستان د غنمو حاصلات، چې افغانستان ته هم په پراخه کچه صادریږي

د ملګروملتونو د خبري پاڼې ریلیف ویب د راپور له مخې، قزاقستان افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته د نګه غنمو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی او پاکستان چې تر ډېره پرځان بسیا دی، په وروستیو څو کلونو کې په ډېر ښه ډول تر ډېره افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته غنم صادروي.

د کاختۍ د خبرداري د سیسټمونو شبکه یا فیوز نیټ چې په زیانګالو هېوادونو کې د غذايي خوندیتوب له پلوه د خوړو د اصلي موادو پر بیو څارنه کوي دا امکان برابر کړی، چې د بیو روان بهیر له پخوانیو هغو سره پرتله کړي.

نوموړې شبکه په خپل بولټن کې د ځانګړو ښارونو په مرکزونو کې د اړتیاوړ لومړنیو موادو میاشتنۍ بيې خپروي.

د دې شبکې د راپور له مخې، د قزاقستان ساریاګاش تمځای افغانستان او نورو ګاونډیانو ته د غنمو د صادراتو اصلي مرکز ګڼل کېږي.

فیوز نیټ وايي، چې د افغانستان د ولایتونو د اړتیا وړ غنم له کابل څخه چمتو کېږي او دا بازار د ختیځ، لویدیځ، شمال او جنوب پر لور د غلې د لېږد مهمه سرچینه بلل کېږي.

د کابل د غنمو منډیي، چې د غنمو د حاصلاتو پراخ پېر و پلور پکې کیږي
د کابل د غنمو منډیي، چې د غنمو د حاصلاتو پراخ پېر و پلور پکې کیږي

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل په بازارونو کې د اړتیاوړ لومړنیو موادو بیې خورا لوړې شوي.

د کابل ښار اوسېدونکی محمد وایي:

" لومړۍ درجه وریجې په ۳۶۰۰ افغانۍ، لومړۍ درجه قزاقي اوړه په ۱۷۰۰ افغانۍ او وطني اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ چې د هر یوه په بیه کې سل افغانۍ زیاتوالی راغلی. د غوړیو شپاړس لیتره ډبي چې په څوارلس نیم سوه یا پنځلس سوه وو اوس په شپاړس نیم سوه افغانۍ شوي."

د فیوز نیټ د راپور له مخې، جلال آباد د هېواد د ختیځو ولایتونو او د پاکستان د سرحدي سیمو لپاره د بازار حیثیت لري، د مزارشریف بازار شمالي ولایتونو ته غنم برابروي او په هغو کلونو کې چې حاصلات ښه وي، کولای شي د جنوبي ولایتونو د اړتیا وړ غنم هم برابر کړي.

همداراز د راپور له مخې، د کندهار بازار د جنوب لویدیځو ولایتونو لپاره چې سختې وچکالۍ ځپلي د اړتیا وړ غنم برابروي.

وروستیو وچکالیو په افغانستن کې د غنمو حاصلات هم اغېزمن کړي
وروستیو وچکالیو په افغانستن کې د غنمو حاصلات هم اغېزمن کړي

د دې ولایتونو خلک په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د نورو سیمو په څېر له بې روزګارۍ سره لاس ګرېوان وو.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی محمدجان وايي:

" داسې بې روزګاره یو چې یوه خواري هم نه شته. اوبه وچې دي، کښت مو نه دی کړی، یوه دانه تخم نه لرو، غنم نه لرو. ځمکې مو شاړې پرتې دي. یو کار هم نه شته، نه شپني، نه بزګري، نه مزدوري. له حکومت څخه مو دا خواهش دی چې موږ ته زنده ګي رابرابره کړي، یو کاروبار راته برابر کړي."

د کاختۍ د خبرداري د سیسټمونو د شبکې په راپور کې دا یادونه هم شوې، چې د پاکستان لاهور ښار د ټولې سیمې په تېره د افغانستان لپاره د سوداګرۍ یو ډېر لوی بازار دی.

د راپور له مخې، د سیمې اویا سلنه وریجې پاکستان تولیدوي چې د سیمې د هېوادونو او نړۍ بازارونو ته صادرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG