د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

'ننګرهار کې تولید شويو کرنیزو ماشینونو د منځنۍ اسیا بازار خپل کړی'


ننګرهار کې تولید شوي ترېشر ماشینونه
ننګرهار کې تولید شوي ترېشر ماشینونه

په ننګرهار کې تولید شوي کرنیز ماشینونه په منځنۍ اسیا کې ښه بازار لري.

د فابریکو مسؤلین وایي، پخوا به دغه کرنیز ماشینونه له نورو هېوادونو افغانستان ته راواردېدل، خو اوس سره له دې چې په کور دننه بزګران ورنه استفاده کوي نورو هېوادونو ته هم صادرېږي.

د دغو فابریکو د خاوندانو په خبره، په ننګرهار کې تولید شوي کرنیز وسایل او ماشینونه په نورو هېوادونو په ځانګړي ډول منځنۍ اسیا کې هم ښه بازار لري.

په ننګرهار کې د 'جاوېد افغان کرنیزو وسایلو او ماشینونو تولیدي فابریکې' مشر تور ملنګ شګیوال ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال‌یې ۲۰ عرادې د غنمو ترېشرونه تاجکستان ته لېږلي او قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان هېواودونو ته هم د صادراتو په اړه خبرې روانې دي.

کرنیز ماشینونه
کرنیز ماشینونه

شګیوال زیاتوي، جاوېد افغان فابریکې په تېرو دوو کلونو کې زرګونه بېلابېل ډوله کرنیز وسایل او ماشینونه تولید کړي چې په کور دننه او بهر کارول کېږي او ښه نتیجه‌یې ورکړې ده.

هغه زیاته کړه: "تر ننه پورې مو زرګونه کرنیز ماشینونه تولید کړي لکه د غنمو، وریژو او جوارو ترېشرونه او همداسې نور ټول هغه وسایل او ماشینونه چې د کرنې په برخه کې کارول کېږي، تولید کړي، سږ کال مو د غنمو ۲۰ عرادې ترېشرې تاجکستان ته ولېږلې او له قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان سره خبرې روانې دي، هڅه مو دا ده چې په لوړ معیار او ښه کیفیت وسایل تولید او د افغانستان نوم په نړۍ کې وځلوو."

د جاوېد افغان فابریکې مشر وایي، د تولیداتو ۷۵ سلنه خام توکي یې د افغانستان او پاتې نور یې له چین او ترکیې راواردوي.

بل‌خوا کوم کروندګر چې د ننګرهار ولایت په فابریکو کې له جوړو شویو کرنیزو وسایلو او ماشینونو استفاده کوي وايي، د وطني تولیداتو د کار کیفیت نسبت بهرنیو ته ډېر ښه دی.

د دوی له ډلې د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکی فرید احمد وایي: "موږ تېر کال خپلو درمندونو ته هم د خپل وطن ترېشر راوستی و، هغه نور چې دا روسي یا پاکستاني چې ورته وایي، په هغو باندې به مو چې غنم ترېشر کول، په بوسو کې به‌یې غنم ویشتلي وو او په غنمو کې به‌یې بوس، دا ښه دي، ډېر صفا کار یې وي."

په ننګرهار کې د فابریکو خاوندان، د دوی د کارونو پر وړاندې لویه ستونزه د برېښنا نشوتوالی یادوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په وروستۍ میاشت کې د ننګرهار د برېښنا مسؤلینو له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې ژمنه کړې وه چې د روان ۱۳۹۹ کال تر پایه به د دغه ولایت د برېښنا ټولې ستونزې هوارې کړي.

ارشیف
ارشیف

بل‌خوا په دغو فابریکو کې بوخت افغان کارکوونکي وایي، خوښ دي چې په خپل وطن کې خپلو وطني تولیداتو ته کار کوي او هیله‌من دي چې یوه ورځ افغانستان په هره برخه کې د نورو له احتیاجۍ خلاص او په پښو ودرېږي.

له دې ډلې دوو تنو نور سلام او شاه محمد ازادي راډيو ته وویل: "زه په دې ډېر خوشحال یم چې زموږ په وطن کې خپل تولیدات کېږي، خدای دې وکړي چې د نورو له احتیاجه خلاص شو، مخکې به دغه ماشینونه له ایران او پاکستانه راتلل، اوس په ننګرهار کې جوړېږي، داسې وخت به راشي چې افغانستان به له نورو سره سیال شي. ۱۲ کاله مې په فابریکو کې کار کړی، په دې سره په نورو هېوادونو کې له کار کولو منعه شوي یوو، خدای دې وکړي چې نور سوداګر خلک هم دغسې فابریکې جوړې کړي، غریب خلک به په کار شي، دې ملک کې به غربت ختم شي، امن به راشي په دې سره، له نورو هېوادونو منعه شي او په خپل وطن کې به کار وکړي."

جاوېد افغان فابریکه کې جوړ شوی ترېشر
جاوېد افغان فابریکه کې جوړ شوی ترېشر

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې له دوه سوو زیاتې لویې او وړې فابریکې فعالیت لري چې د کرنیزو وسایلو له جوړولو سربېره د دیګ بخارونو، سیخ ګول، د وسپنې ویلي کولو، صابون جوړولو، المونیم، پلاسټکي لوښو او نورو ګڼو توکو په جوړولو بوختې دي.

XS
SM
MD
LG