د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

يو شمېر هلمندیان: له زده کړو د لوڼو محرومیت وطن پرېښودو ته اړ ويستي یوو


د هلمند یو ښځینه ښوونځی- ارشيف
د هلمند یو ښځینه ښوونځی- ارشيف

د هلمند ولایت یو شمېر اوسیدونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې پر واکمنو طالبانو غږ وکړ، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازي خلاصې کړي.

په دغه ولایت کې د یو شمېر ښځينه زده کونکو د کورنۍ غړي وايي، له هغه ورسته چې طالبانو د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي، دوی په رواني ناروغۍ اخته شوي او د افغانستان څخه د وتلو په لټه کې دي.

د هلمند اوسیدونکې پر داسي مهال د نجونو د زده کړو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو د تړل کیدو دوه کال پوره شول.

په دې اړه نور حال زموږ د همکار په راپور کې، چې د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اوريدل کیدای شي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG