د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

یوه امریکايي چارواکې: امریکا د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي


بیرق ملی امریکا
بیرق ملی امریکا

د امریکا د متحدو ایالتونو یوه ویانده وايي، افغانستان او د افغانانو ملاتړ لا هم د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره لومړیتوب دی.

سره له دې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د افغانستان یادونه ونه کړه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مطبوعاتي مسووله وایي، افغانستان لا هم د امریکا لپاره یو لومړیتوب دی.

په لندن کې دېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی د دفتر یوې غړې الیزابت سټیکني پرون سې شنبه له نیویارک نه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، امریکا متحد ایالتونه به بیا هم د افغانستان او افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغې وويل: "حقیقت دا دی چې د امریکا حکومت د افغانستان د خلکو تر ټولو لوی مرستندوی دی او موږ به د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړو."

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې شکایتونه کېږي، د امریکا متحدو ایالتونو او نورو متحدو هېوادونو تر ډېره افغانستان له پامه غورځولی او په مهمو غونډو کې یې یادونه نه کوي.

الیزابت سټیکني وايي، که څه هم ولسمشر جو بایډن په خپله پرونۍ وینا کې د افغانستان په باب څه ونه ویل، خو پر ځینو مهمو ارزښتونو یې ټینګار وکړ، لکه د بشري حقونو ملاتړ، د بېوزلۍ ختمول، غذايي خوندیتوب او د نړیوالو چلنجونو په وړاندې ګډه مقابله.

طالبانو په افغانستان کې لا هم پر ښځو او نجونو خپلو محدودیتونو ته دوام ورکړی او په وروستي مورد کې یې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.

په لندن کې دېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی دفتر غړې الیزابت سټیکني ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان په اقتصاد کې د ښځو د نه ګډون له کبله افغانستان هر کال څه باندې یو ملیارد ډالره زیان ګالي.

نوموړې زياته کړه: "د امریکا د حکومت په نظر تعلیم یو انساني حق دی او د یوه هېواد د ودې او ثبات لپاره مهم دی. له به مرغه وینو چې مثلاً په افغانستان کې په اقتصاد کې د ښځو د نه ګډون له کبله د افغانستان اقتصاد هر کال څه باندې یو ملیارد ډالره زیان ګوري."

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یې د ښځو او نجونو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې.

ښځې تفریحي پارکونو او عمومي حمامونو ته نه شي تلای او په اکثرو غیردولتي ادارو، د ملګرو ملتونو په بنسټونو او غیردولتي موسسو کې یې د دوی د کار مخه هم نیولې ده.

طالبان، چې وايي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی لري، خو له دوو کلونو وروسته هم دوی د خپل دغه ټاکل شوي چوکاټ مشخص تعریف نه دی وړاندې کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG