د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

حقپال: نړۍ باید طالبانو ته سرې کرښې وټاکي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې یو انځور

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، که څه هم د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي اسمبلۍ کې افغانستان شامله موضوع ده، خو ګڼې افغان ښځې هلته حضور نه لري.

دغې ادارې ویلي، د نورو بنسټونو په مرسته یې په افغانستان کې له څه باندې ۵۰۰ افغان مېرمنو سره خبرې کړي او هغوی غوښتنه لري چې نړۍ یې باید پر ستونزو ځان پوهه کړي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د طالبانو محدودیتونه په زیاتېدو دي.

زموږ همکار د ښځو د حقونو له فعالې نظیفې حقپال سره پر دې موضوع مرکه کړې ده او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ایا فکر کوئ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغان ښځو د ستونزو بیانولو لپاره د ښځو کافي استازي شته؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG