د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د پاملرنې موسسې له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو پر کمېدو اندېښنه ښودلې


ارشیف: په افغانستان کې یوه بې وزله کورنۍ
ارشیف: په افغانستان کې یوه بې وزله کورنۍ

د پاملرنې نړیوالې ادارې له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو پر کمېدو اندېښنه ښودلې ده.

د بې‌وزلۍ د زیاتوالي او له افغانستان سره د مرستو د کمېدو له اندېښنو وروسته اوس د پاملرنې نړیواله موسسه له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو د کمېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

دغه موسسې د خپل نوي راپور په خپرولو سره چې د چهار شنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي، په افغانستان کې د بودیجې د کمښت له امله د خوراکي توکو د مرستو کمېدل د نړیوال خوراکي بحران په حل کې چې له کنټروله وتلی دی، د مرستندویانو بې غوري ښيي.

د پاملرنې نړېوالې موسسې د معلوماتو له مخې، د ژمي په رارسېدو سره به د قحطۍ ګواښ د هغو لسګونو میلیونو افغانانو، یمنیانو او نورو هغه کسانو ژوند تر اغېز لاندې راولي چې له نړیوالې لوږې سره د مبارزې لپاره د بودیجې د برابرولو لپاره جدي هوډ نه لري.

دغې موسسې د خپل راپور په یوه برخه کې ویلي چې د خوراکي توکو د خوندیتوب د زیاتوالي له امله خلک اکثراً په هغو زیانمنو میکانېزمونو تکیه کوي چې په اوږد مهال کې د خلکو ژوند ته زیان رسوي.

پاملرنې له ښوونځیو څخه د ماشومانو ایستل او جبري ودونو د بېلګې په توګه یاد کړي.

دغه موسسه وايي، کله چې په ټوله نړۍ کې د لوږې کچه زیاته شي، د بشري بودیجې کمښت د اندېښنې وړ مسئله ده.

یادې موسسې د خپل راپور په یوه برخه کې دا هم ویلي چې که کافي بودیجه ژر تر ژره دا ډول ټولنو ته ونه رسېږي ښايي پایلې یې تر راتلونکو کلونو پورې دوام وکړي.

ارشیف: په کندهار کې بې وزله مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کندهار کې بې وزله مېرمنې او ماشومان

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله او د کم عاید لرونکې کورنۍ وايي چې شپه او ورځ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکی سميع‌الله چې د يوې اته کسيزې کورنۍ مشر دی د ورځې تر ماښامه په جلال اباد ښار کې ريکشا چلوي.

نومووړی وايي، خپل کور لپاره د اړتیا وړ لومړني توکي نه شي برابرولی.

هغه زیاته کړه: "پخوا مې هم ریکشا چلوله، وضعیت مې ښه و، د کور لپاره به مې پیسې پیدا کولا شوې، خو اوس راته ۱۰۰ یا۱۲۰ افغانۍ پاتې کېږي او په دې پیسو ان ترکاري هم نه‌شم اخیستلای. له بلې خوا تر اوسه له ما سره هېڅ مرسته هم نه ده شوې."

پاریسا عارفي چې په کابل کې د یو لس کسیزې کورنۍ مشري کوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې وویل چې د دوی اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي.

عارفي وویل: "له دندې څخه د ګوښه کېدو وروسته له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شو. په کورونو کې به مې کالي مينځل، خو اوس خلک بې‌وزله دي، دا کار هم نه کوي. په يوه کور کې مې د يوې ناروغې مېرمنې خدمت کاوه، هغه هم مړه شوه او اوس په ډېرو ستونزو کې ژوند کوم."

دغه بې‌وزله کورنۍ د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسسو غواړي چې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکې میاشت کې به د بودیجې د کمښت له امله له دوه میلیونو اړمنو کسانو سره خپلې مرستې پرې کړي.

ارشیف: په کابل کې د یوې کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په کابل کې د یوې کورنۍ دسترخوان

په دې کمښت سره به سږ کال په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام له مرستو څخه د محرومو کسانو شمېر لسو میلیونو ته ورسېږي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان له خورا ناوړه بشري وضعیت سره مخ دی او د مرستو کمښت به تر ډېره هغه افغان مېرمنې او ماشومان اغېزمن کړي چې د خوړو لپاره هېڅ نه ‎لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG