د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

د خوراکي توکو د بیو لوړېدل؛ د هلمند ځینې اوسېدونکي: ډېری شپې وږي ویده کېږو


د هلمند مرکز لښکرګاه یوه څنډه
د هلمند مرکز لښکرګاه یوه څنډه

د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکې وايي، په دغه ولایت کې د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي چې دوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په دغه ولایت کې هغه کسان چې روزانه کار کوي وايي چې څو ورځې خوراي وکړي، خو بیا هم د توکو د پېرلو پیسې نه شي برابرولی.

خو هغه کسان چې دندې نه لري او وزګاره دي، وايي، خیرات ټولولو ته اړ شوي او ډېری شپې وږي ویده کېږي.

د دې ولایت اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیو کنټرول غواړي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00
XS
SM
MD
LG