د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

په امريکا کې د وژل شوي افغان ژباړونکي د جنازې مراسم څنګه ترسره شول؟


افغان وګړی نصرت احمدیار چې تېره اوونۍ په واشنګټن ډي سي کې د وسله والو له خوا ووژل شو.
افغان وګړی نصرت احمدیار چې تېره اوونۍ په واشنګټن ډي سي کې د وسله والو له خوا ووژل شو.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ د یوه افغان د تدفین د مراسمو په اړه لیکي چې تېره اوونۍ په امریکا کې د نامعلومو وسله‌والو له خوا ووژل شو.

د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکی نصرت احمدیار چې څه باندې یوه لسیزه یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې، د یوه پخواني امریکايي سرتېري په مرسته يې د طالبانو له راتګ وروسته له خپلې کورنۍ سره هېواد پرېښود.

واشنګټن پوسټ لیکي چې د احمدیار جنازه د لسګونو نارینه او ښځو له خوا واشنګټن ته نږدې یوې هدیرې ته یووړل شوه.

وړاندې راغلي چې په دغو کسانو کې د احمديار دوست علي احمد هم و، چې د احمديار پنځلس مياشتنى زوى يې په غېږ کې نیولی و.

د احمدیار د جسد د ښخولو ځای ته څېرمه څو امریکايي پوځیان ولاړ وو او د ګډونوالو خبرې یې په کرارۍ اورېدلې سره له دې چې په فارسي نه پوهېدل.

په دې مراسمو کې د بټلر په نوم یوه سړي په ژړغوني غږ وویل چې احمدیار سره یې د خپل زوی په څېر مینه درلوده.

هغه احمدیار یو زړور، سرتېری او ښه پلار وباله.

واشنګټن پوسټ لیکي چې په ۲۰۲۰ کال کې احمدیار په امریکا کې له بټلر سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې دی د طالبانو لاس ته له لوېدو وېره لري.

خو بټلر په هغه وخت کې څه ونه کړای شول او له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو په وتلو سره د احمدیار په څېر د ډېرو هغو افغانانو وېره زیاته شوه چې د امریکا په پوځي ماموریت کې یې همکاري کړې وه.

بټلر وویل، احمدیار او کورنۍ یې تل خپل هویت بدل کړی او د ژوند د ژغورلو لپاره په پټه اوسېدل.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له راتګ وروسته، د احمدیار او بټلر ترمنځ په سلهاو پیغامونه تبادله شول او احمدیار وتوانېد چې له خپلې امیندواره مېرمنې او درېیو ماشومانو سره ابوظبۍ ته د تخلیې په وروستۍ الوتنه کې له خپل هېواد څخه ووځي.

احمديار خوښ و چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان پرېږدي او امريکا ته پناه يوسي، ځکه د هغه د ملګري علي احمد په وينا، هغه غوښتل خپله ديارلس کلنه لور ښوونځي ته ولېږي.

خو احمديار د تېرې يکشنبې په شپه له کوره د ټکسي د چلولو لپاره وتلی او بېرته ستون نه شو.

هغه د څلورو نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

پولیسو د شنبې په ورځ وویل، چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

هندوستان ټايمز:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې هندوستان ټایمز د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د کرکټ پر روانو یو ورځنیو یا پنځوس اووره مسابقو لیکنه خپره کړې ده.

افغانستان توانېدلی، چې له کوربه هېواد بنګله‌دېش تېرې دوې یو ورځنۍ مسابقې وګټي او درېیمه به سبا سې شنبې د کرکټ په چاتوګرام میدان کې وشي.

هندوستان ټایمز لیکلي چې د افغانستان د ټیم پیلیزو لوبغاړو رحمان اله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د خپلو سلیزو په مرسته وتوانېدل چې د شنبې په ورځ افغانستان د بریا خوا ته نږدې کړي.

ګربز وتوانېد په ۱۲۵ توپونو ۱۴۵ منډې وکړي او ابراهیم ځدراڼ په ۱۱۹ توپونو ۱۰۰ منډې پوره کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا د افغانستان تر ټولو د لوړو نومرو ملګرتیا وه، ځکه نو وتوانېد بنګله دېش ته د ۳۳۲ منډو هدف وټاکي، چې د بنګله‌دېش په وړاندې تر ټولو جګې نومرې ګڼل کېږي.

بنګله دېش یوازې ۱۸۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

افغانستان د شنبې ورځې په بریا سره وتوانېد چې د روانو پنځوس اووره یا یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټي.

دواړه هېوادونه به خپله درېیمه یو ورځنۍ مسابقه را روانه سې شنبه وکړي او بیا به دوې شل اووره مسابقې کوي.

لومړۍ شل اووره مسابقه به راروانه جمعه او بله د جولای پر ۱۶مه وکړي.

XS
SM
MD
LG