د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

له بلغاريا د مړو شويو ۱۸ افغانانو جسدونه کابل ته لېږدول شوي


د دغو افغانانو مړي د دلوې په ۲۸مه بلغاریا کې په یوه لارې کې موندل شوي وو.
د دغو افغانانو مړي د دلوې په ۲۸مه بلغاریا کې په یوه لارې کې موندل شوي وو.

له درې میاشتې ځنډ وروسته نن کابل ته د اتلسو هغو افغانانو جسدونه انتقال شول چې د بلغاریا په هېواد کې یې په یوې لارۍ کې یې مړي موندل شوي وو.

په يوه ویډیو کې لیدل کېږي چې د کابل هوايي ډګر مخې ته امبولانسونه ولاړ دي چې له بلغاریا هېواد نه د راانتقال شویو افغانانو مړي خپلو کورنیو ته انتقال کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه اتلس مړي کابل ته له انتقال وروسته د عامې ورغتیا وزارت د امبولانسو په وسیله خپلو کورنیو ته انتقال شوي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته په استول شوی پیغام کې د دغو جسدونو په ځنډ د انتقال په اړه وویل: "نوموړو شهیدانو د انتقال بهیر د بلغاریا هېواد د محکمې د فیصلې د تاخیر او د جسدونو انتقالوونکو شرکتونو ته د پیسو د لېږد په برخه کې د ظالمانه بانکي بندیزونو له امله له ځنډ سره مخامخ شو چې بالاخره د بهرنیو چارو وزارت او بلغاریا کې مېشت افغان سفارت په هڅو او دولتي مصارفو نوموړي شهیدان را انتقال او کورنیو ته تسلیم شول."

د سلواغې یا دلوې پر ۲۸مه د بلغاریا په پلازمېنه صوفیا کې په یو لارۍ ډول موټر کې د اتلس افغانونو جسدونه وموندل شول.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو چې په دې لارۍ کې ۴۰ پناه غوښتونکي روان وو چې اتلسو یې د اکسیجن د کموالي له کبله ساه ورکړې ده.

هغه معلومات چې ازادي راډیو د کابل امبولانس له ادارې ترلاسه کړي، په دې مړو شویو اتلسو افغانانو کې ۸ مړي د ننګرهار، یو يو د کونړ، کاپیسا او لوګر، دوه جسدونه د میدان وردګو او پنځه نور د کابل د بېلابېلو ولسوالیو دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو د کورنۍ د یوه غړي خبرې چې د کابل په هوايي ډګر کې یې د خپل خوریي د جسد د تسلیمېدو پر مهال کړي هم خپرې کړي.

دغه کس چې نوم یې نه‌دی ښودل شوی، له ټولو افغانانو غوښتي چې پر قاچاقي لارو دې بهرنیو هېوادونو ته نه ځي.

نوموړی وايي: "زما پیغام ټولو افغانانو ته دا دی نن چې دا اتلس کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي د داسې یو حالت مخه دې ونیول شي. موږ له تېرو درېیو میاشتو راهیسې خپلې میندې په دې تېر ویستي چې نه‌دی وفات شوی، ښه دی او رابه شي، خو غواړئ چې میندو مو داسې یو حالت تېر نه‌کړي نو خپل بچي د قاچاقبر په لاس مه لېږئ."

بلغاریا اروپا ته د رسېدو په خاطر د منځني ختیځ او افغانستان د ګڼو پناه غوښتونکو له‌خوا د یوې ټزانزیټي لارې په توګه کارول کېږي، خو ډېر ځله پناه غوښتونکي له ورته برخلیک سره مخ کېږي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه اتلس مړي کابل ته له انتقال وروسته د عامې ورغتیا وزارت د امبولانسو په وسیله خپلو کورنیو ته انتقال شوي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه اتلس مړي کابل ته له انتقال وروسته د عامې ورغتیا وزارت د امبولانسو په وسیله خپلو کورنیو ته انتقال شوي.

د قاچاق وړونکو له وهل ډبولو، ان وژلو نیولې د پولیسو تر ناوړه چلند، سړې هوا او ټرافیکي پېښو پورې هغه څه دي چې د پناه غوښتونکو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کوي.

خو له دې ټولو خطرونو سره سره بیا هم ګڼ افغانان په تېرو کلونو کې اروپا ته د رسېدو په تکل د بلغاریا او ګڼو نورو عبوري هېوادونو خطرناکې لارې وهلې دي.

په وروستي څه باندې دو کلونو کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي اروپا ته د افغانانو د کډوالېدو څپې بیا پيل شوي او د ورځې سلګونه افغانان د ترکیې له سرحدونو یا د اوبو یا هم د وچې له لارې په ناقانونه توګه سفرونه کوي.

XS
SM
MD
LG