د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۹

د سوډان جګړې د ښکېلو غاړو مذاکرات؛ تر اوسه د کوم پرمختګ خبر نه‌دی ورکړل شوی

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د روانو جګړو یو انځور
د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د روانو جګړو یو انځور

د سعودي عربستان په جدې ښار کې د سوډان د جګړې د ښکېلو خواو د استازو خبرې نن درېیمې ورځې ته وغځېدې، خو کوم ځانګړی پرمختګ په‌کې نه شته.

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې نن سهار ارامي وه او په ظاهره داسې برېښي چې د جګړې د ښکېلو ډلو له‌خوا په سعودي عربستان کې پیل شوو خبرو څه نا څه پایله لرلې.

پرون یکشنبه بیا د سوډان د پلازمېنې خرطوم په جنوب کې د نښتو غږونه اورېدل کېدل.

اسوشېټېډپریس خبري اژانس لیکلي چې د سعودي عربستان او امریکا د ګډ ډيپلوماتیک نوښت له مخې د سوډان د جګړې د درېدو په هدف خبرې د شنبې په ورځ پيل شوي دي.

د سعودي عربستان او امریکا په یوه ګډ بیان کې دا خبرې د سوډان د جګړې له پيله په خپله بڼه کې لومړنۍ خبرې بلل شوي چې د جګړې د ښکېلو خواو استازو برخه په‌کې اخیستې ده.

رویټرز خبري اژانس بیا لیکلي چې سوډانیانو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپلې ټولې هیلې د جدې په همدې غونډې پورې تړلي دي.

د سوډان د جګړې ښکېلو خواوو بیا ویلي، دوی به یوازې د بشردوستانه مسئلو لکه د تخلیې د خوندي بهیر لپاره هڅه وکړي، نه د جګړې د پای ته رسېدو لپاره.

له شاوخوا درې اونیو راهیسې چې د سوډان جګړه پيل شوې، څو ځله لنډمهاله اوربندونه نافذ شوي، خو ښکېلو خواو مات کړي دي.

په سوډان کې د روانې جګړې انځور
په سوډان کې د روانې جګړې انځور

د سوډان د بحري سیمې یوې دولتي کارکونکې تمادر ابراهیم رویټرز ته ویلي، که د جدې ښار پيل شوې خبرې پایله ورنه کړي، دوی به ونه توانیږي چې خپلو کورونو او عادي ژوند ته بېرته وګرځي.

نوموړې ویلي: "موږ همدې خبرو ته په تمه یو، ځکه زموږ یوازنۍ هیله همدې ته ده."

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، تر اصلي مذاکرو مخکې خبرې چې د شنبې په ورځ پيل شوي، تمه کېږي چې راروانو ورځو کې به هم ادامه ولري او د بشري مرستو لپاره به یوه اوربند ته لاره هواره کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې امریکا او سعودي د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې له دغو خبرو نه پراخو بحثونو ته زمینه برابره کړي چې له مخې یې په دایمي توګه جګړه پای ته ورسوي.

د سوډان په جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۷ سوه کسان مړه شوي، زرګونه نور ټپیان شوي او شاوخوا یو لک نور له هېواده بهر کډوال شوي دي.

د سوډان په جګړې کې ښکېلو خواو په پراخه توګه له چاودېدونکو مهماتو کار اخیستی چې د ملګرو ملتونو په خبره، دې کار ملکیانو په ځانګړې توګه ماشومانو ته خطر پېښ کړی دی.

بشرپالو ادارو هم خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام به دغلته له وړاندې نه پیل شوی ناوړه بشري وضعیت لا خراب کړي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG