د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

اختريز دودونه؛ ګڼ شمېر افغانان د اختر خوشالۍ ته واده شوې خويندې راغواړي


کابل کې د اختر د ورځې يو انځور، ارشيف
کابل کې د اختر د ورځې يو انځور، ارشيف

د افغانستان په ځینو سيمو په تېره بیا په سویلي ولایتونو کې دا دود دی، چې ورونه د اختر په ورځو کې خپلې واده شوې خویندې د مېړه له کوره د پلار کور ته راولي.

روح الله تلاش چې، د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، د دوی دود دی چې وروڼه خپلې واده شوې خویندې په اختر کې د پلار کور ته راولي.

خو په خبره یې، دوه خویندې لري، چې دواړه دا دوه کاله مسافرې دي او دا دود یې نه‌دی کړی.

نوموړی وايي: "په تېرو کلونو کې به مو د اختر خوښۍ له خپلو خویندو او خوریانو سره یو ځای لمانځلې، په ګډه به مو د اختر له خوښیو خوند اخیست، خو له یو کال راهیسې او د تحولاتو له امله مې خویندې مسافرې شوې او اوس هغه خوښۍ نه‌شته لکه پخوا په شان چې یو ځای به مو لمانځلې."

اوس هغه خوښۍ نه‌شته لکه پخوا په شان چې یو ځای به مو لمانځلې."

۳۸ کلنه شمله مقصودي چې د لغمان ولايت اوسېدونکې ده، وايي دوی هم ورته دود لري او د واده په لومړي کال يې د خپل پلار له کورنۍ سره اختر تېر کړ.

نوموړې د دغه دود په اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ هم دا دود لرو چې په اختر کې پلار راځي او خپله لور له ځان سره بیایي او وروسته له اختره یې بېرته خسر کړه بیایي. ما پسې به کله مې پلار راتلو ځکه ورور مې کوچنی و او کله به مې خپل له خسر څخه غوښتنه کوله چې ما بوځي. اوس هغه خویندې مې چې واده دي، یا مې ورور پسې ځي یا پلار."

د اختر د ورځې يو انځور، ارشيف
د اختر د ورځې يو انځور، ارشيف

د اغلې مقصودي په وینا، د نجلۍ کورنۍ په ځانګړې ډول پلار او ورونه باید تل د خپلو واده شویو خویندو خبر واخلي، ترڅو د مېړه په کور کې د دوی سترګې جګې وي.

د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ اوسېدونکى اکتهار وايي، له خپلو خويندو او خوریانو سره د اختر تېرول د کورنۍ لپاره د اختر خوښي زياتوي.

د نوموړي په وينا، دوى دغه دود هر اختر کې ترسره کوي او خپله واده شوې خور د مېړه له کوره خپل کور ته راوړي.

"د اختر په شپو ورځو کې خپلې خویندې کور ته راولو.

نوموړی وايي: "د اختر په شپو ورځو کې خپلې خویندې کور ته راولو. لومړی موږ د اختر مبارکۍ لپاره یې کور ته ځو او بیا هغوی له ځان سره کورته راوړو. د اختر ورځې په ډېرې خوښۍ سره د خویندو، خوریونو او نورې کورنۍ تر څنګ لمانځو."

اکتهار زياتوي، چې د مېرمنې کورنۍ یې هم ورته دود لري او ورونه يې د اختر په ورځو کې هغه د پلار کور ته بیایي څو اختر له هغوی سره تېر کړي.

د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې هم خلک دغه لرغونی دود پالي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي حمدالله همدرد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د پکتیا ولایت، زرمت ولسوالۍ د اوسېدونکو یو دود همدا دی چې واده شوي ورونه او خویندې د اختر په ورځو کې خپل پلار کور ته رابلل کېږي. او وروسته له دې چې اختر یې ولمانځه بېرته خپل کورونو ته ځي."

د اختر د ورځې يو دسترخوان
د اختر د ورځې يو دسترخوان

خو د ځینو کورنیو په وینا په لویو ښارونو کې د واده شویو خویندو د بلنې دود پیکه شوی دی.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې خوشبو قریشي ازادي راډيو ته وویل: "د پخوا په پرتله کم شوی، مور مې کیسه کوي، چې د اختر ورځ به د واده شوې نجلۍ پلار يا ورور د هغې خاوند کره تلل او له هغوی څخه به يې اجازه اخیسته چې خپله لور له ځان سره بوځي او اختر د پلار کره تېر کړي، خو دا دود اوس په ښارونو کې کم شوی، خو په کلیو کې لا هم شته."

د یادونې ده چې په اختر کې د واده شويو خويندو د بلنې دود په ځينو نورو ولايتونو کې هم شته.

په افغانستان کې د اختر بېلابېل دودونه او کلتورونه شته، لکه اختری وړل، د اختر دسترخوان جوړول، اختری ورکول او اخیستل او د واده شویو خویندو بلل، چې د هر ولایت کلتور ته په کتو توپیر لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG