د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۷

ځينې فرهنګيان: د نوروز نمانځنه د افغانستان د تاریخ او هویت لرغونتیا ثابتوي


ارشيف، هرات کې د نوروز ورځې نمانځنه
ارشيف، هرات کې د نوروز ورځې نمانځنه

ځینې افغان فرهنګیان نوروز د افغانستان تاریخي ارزښت او ملي جشن بولي او وايي، د دې جشن نمانځل د افغانستان د تاریخ او هویت لرغونتیا ثابتوي.

نوروز یا د کال د لومړۍ ورځ له پېړیو راهیسې د افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا په یو شمېر هېوادونو کې د پسرلي له راتګ او د طبیعت له زرغونېدو سره نمانځل کېږي.

دا ورځ د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو د ناملموسه فرهنګي میراث په توګه هم ثبت کړې ده.

نوروز چې مخکې په افغانستان کې په شان و شوکت نمانځل کېده، اوس یې د طالبانو په واکمنۍ کې نمانځل پیکه شوي دي.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر وايي، دوی نوروز په رسمي ډول نه نمانځي او نورو ته یې هم د نه نمانځلو توصیه کوي، خو د ښاغلي مهاجر په وینا که څوک یې نمانځي، دوی کار نه پرې لري.

هغه زياته کړه: "نوروز د اسلام په مبین دین کې ځای نه لري، رسمي نه نمانځل کېږي او کار هم نه پرې لرو چې څوک یې نمانځي، یعنې منع کول او قانوني چلند نه‌شته."

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

خو یو شمېر افغان فرهنګیان نوروز د افغانستان تاریخي ارزښت او ملي جشن بولي چې په وینا یې، د دې جشن نمانځل د افغانستان د تاریخ او هویت لرغونتیا ثابتوي.

لیکوال قسیم ځیر وايي، نوروز له هغو کمو فرهنګي میراثونو څخه دی چې له اسلام مخکې افغانستان څخه پاتې دی او نمانځل یې د هم د افغانستان د یوه فرهنګي میراث ژوندي ساتل دي.

هغه وويل: "موږ چې کله وایو، افغانستان ۳۰۰۰ یا ۵۰۰۰ کاله تاریخ لري، نو دا تاریخ خو فرهنګ او میراث لري، اسلام زموږ دین دی او اسلام د افغانستان د فرهنګ یو مهم جز دی، خو افغانستان له اسلام ډېر پخوانی دی، د امویانو له راتګ دمخه افغانستان اوږده مخینه درلوده، دلته خلک او فرهنګ وو، نو د نوروز اهمیت هم دا دی چې دا د افغانستان د هویت او ځلانده ماضي نمانځنه ده."

شاعر او لیکوال او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال د هغې ادعا پر خلاف چې ځینې نوروز د مجوسیانو دیني اختر بولي او له دې امله یې د نمانځلو مخالفت کوي وايي چې د دې جشن نمانځل په کوم دین او عقیدوي باور پورې تړاو نه لري، بلکې د لرغونې اریانا یا اوسني افغانستان اوسېدونکو د پسرلي د راتګ او د طبیعت د زرغونېدو په خاطر د نوروز یا نوي کال ورځ نمانځله او اوس هم په همدې نیت نمانځل کېږي.

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

لېوال وويل: "له اساسه نوروز په هېڅ دین او عقیدوي باور پورې تړاو نه لري، بلکې یو دودیز، طبیعي او د پسرلي د رارسېدو جشن دی چې خورا لرغونو اریایانو چې تر ډېره بزګر او پوونده قبایل وو، دغه جشن یې د اقتصادي او زراعتي عواملو په خاطر نمانځه. "

لېوال وايي، د تاریخي روایاتونو په اساس د نوروز او سدې لومړني جشنونه هم د افغانستان په بلخ کې نمانځل شوي او له دې اړخه د افغانانو لپاره د نوروز جشن نمانځل مهم دي.

لیکوال ډاکتر محب الله زغم هم وايي، په هغو هېوادونو کې چې د کال څلور فصلونه جوت وي، خلک یې د نوي کال او طبیعت زرغونېدو ته خوشالي کوي.

محب الله زغم
محب الله زغم

زغم وويل: "کله چې طبیعت زرغونېږي، ونې او بوټي غوړېږي او هوا تودېږي، انسانان لکه له قفسه راوتلي مرغان وزر غوړوي او چکر وهي او د طبیعت له نندارې او معتدلې هوا خوند اخلي، نو په دې حساب له ډېر پخوا څخه زموږ په وطن کې نوروز نمانځل کېږي."

په افغانستان کې نوروز په مزار شریف، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زیارتونو د جنډو په پورته کولو، د سمنک، ۷ ډوله مېوو او نورو خوړولو په تیارولو، د طبیعت په نندارو او نورو تفرېحي چارو نمانځل کېږي.

تاریخ لیکوال ډاکتر لطیف یاد د نوروز نمانځل ځکه د افغانانو لپاره مهم بولي چې په دې مناسبت دوی خوشالي کوي او د نوموړي په باور د هغه ملت لپاره چې جګړو ځپلی، د خوشالیو کول یې بېرته ژوند ته رابولي او غمونه ترې هېروي.

ياد وايي: "یو وخت زه په هرات کې اوسېدلم، هغه وخت ماشوم وم، پلار به مې د نوروز مېلو ته بېولم، هلته به تخت سفر او سلطان صیب کې لویې مېلې وې، د کندهار په ارغنداب کې د باباولي صیب مېلو ته تللو، په لغمان کې د مهترلام صیب پسرلنۍ او د نوروز مېلې ډېرې مشهورې وې، په کابل هم مېلې کېدلې، په مزار کې د ګل سرخ مېلې وې، دا ډېرې خوندورې مېلې وې او خلکو په کې د خوښۍ احساس کاوه، خلک چې خوشاله وي، روحیه او اعصاب یې هم ارام ښه وي، له بده مرغه اوس له دې خوشالیو زموږ ولس محروم دی."

د یونسکو د معلوماتو په بنسټ، له څه باندې ۳۰۰۰ کلونو راهیسې د بالکان، تورې بحیرې، قفقاز، مرکزي اسیا، منځني ختیځ او د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې نوروز نمانځل کېږي چې د یونسکو په باور دا نمانځنه د نسلونو او کورنیو ترمنځ د سولې او یووالي او همدارنګه د پخلاینې او ګاونډیتوب ارزښتونو ته وده ورکوي.

XS
SM
MD
LG