د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

طالبانو ولې تر اوسه د نجونو زده کړو مخنیوي په اړه قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی؟


عکس از آرشیف
عکس از آرشیف

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې د افغان مېرمنو په ننګه کمپاین پیل کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو له حقونو ملاتړ وکړي.

دې سازمان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نجونو تعلیم او تحصیل د ټولنې مهمه برخه جوړوي او د دوی د تعلیم مخنیوی به د ټولنې پر وضعیت ناوړه اغېزه وکړي.

د ازادي راډیو خبریال مرسلین ارسلا پر همدې موضوع د نجونو د تعلیم له یوې فعالې شبنم ارین سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې د طالبانو حکومت ولې تر اوسه د نجونو د تعلیم او تحصیل د مخنیوي په اړه قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG