د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

په بلخ کې د طالبانو له لوري د وژل شویو اتو کسانو کورنۍ عدالت غواړي


ارشیف
ارشیف

په مزار شریف کې د هغو ۸ تنو وژل شویو کورنۍ عدالت غواړي چې د طالبانو له‌خوا د چهارشنبې په ورځ د 'بغاوت او انسان تښتونې' په تور ووژل شول.

په مزار شریف کې یوې کورنۍ چې ۸ تنه یې غړي یې د تېرې چهارشنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا په نظامي عملیاتو کې وژل شوي نن یې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ مخته لاریون وکړ.

د دې کورنۍ غړي وايي، دا کسان ټول ملکیان وو، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې رغنیز شرکتونه لرل او هېڅ ډول جرمي سابقه یې نه‌لرله.

د دې کورنۍ یوه غړي عین‌الله نن په کابل کې رسنیو ته وویل، نه یوازې دا چې بې ګناه انسانان یې وژل شوي، بلکې د طالبانو دې ادعا چې ګنې وژل شوي 'بغاوتګر او انسان تښتونکي' وو، د دوی کورنۍ او حیثیت ته زیان رسولی.

موږ د دوی شخصیت ته د اعادې لپاره نن دلته راټول شوو چې د دوی حیثیت او شخصیت اعاده شي.

هغه وايي: "دا خلک د اختطافچیانو او باغیانو په نوم رسنیو کې مشهور شول. دا خو یوه صدمه ده چې د دوی حیثیت، شخصیت او شان ته ورسېده. موږ د دوی شخصیت ته د اعادې لپاره نن دلته راټول شوو چې د دوی حیثیت او شخصیت اعاده شي. هم موږ ته زیان رسېدلی او هم د شهیدانو حیثیت او شان ته زیان رسېدلی، نو له همدې امله مجبور شوو چې یو څه باید وکړو."

دا ۸ کسان د تېرې چهارشنبې په ورځ د مزار شریف اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د طالبانو د ځواکونو له‌خوا په نظامي عملیاتو کې ووژل شول.

د دې کورنۍ یو بل غړی سمندر د عدالت غوښتنه کوي.

هغه وویل: "غوښتنه مې دا ده چې د دې کسانو ګناه دې معلومه شي چې په کومه ګناه یې وېشتلي دي. دا ولې د خدای بنده‌ګان نه‌و، دا ځوانان ځوانان یې بې‌ګناه او بې‌خطا په شهادت رسولي، ولې؟"

د بلخ امنیه قوماندانۍ د تېرې چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د دوی له قوله، په مزار شریف کې یې د 'انسان تښتونکو او باغیانو' پر ضد عملیات کړي او ۸ تنه یې وژلي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او تر خوا یې د بلخ امنیه قوماندانۍ د دې کسانو د کورنیو له اعتراض وروسته، د دې موضوع د سپیناوي لپاره د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

طالب نظامیانو له دې وړاندې هم په کابل، کونړ، ننګرهار او کندهار په ملکیانو ډزې کړي او وژلي یې دي.

که څه هم له دې پېښو وروسته، طالبانو د څېړنې او د عاملینو د نیولو او ورته د سزا ورکولو ژمنه کړې، خو لا یې تر اوسه د دې ډول کومې قضیې پایلې له رسنیو سره شریکې کړې نه‌دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG