د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

هرات کې د مچيو د روزنې يوه ټولنه: د يخنۍ له امله ۴۰سلنه د شاتو مچۍ مړې شوي


ارشيف
ارشيف

د انصار هرات د مچیو روزنې ټولنه وايي، سږ کال د دې ولایت د مچیو فارمونو ۴۰سلنه مچۍ د سړې هوا له امله مړې شوي دي.

محمد سميع عظيمي چې، په هرات کې د مچيو یو فارم لري وايي، سږ کال يې د سړې هوا له امله ډېرې مچۍ مړې شوې.

عظيمي ازادي راډيو ته وويل، د خپلو ستونزو د هواري لپاره يې په هرات کې د طالبانو حکومت د کرنې، اوبه‌لګونې او مالدارۍ رياست ته ولاړ، خو هیڅ ډول مرسته ور سره و نه‌شوه.

نوموړی وايي: "ما ١٦٣ د مچیو صندوقونه درلودل چې په دې برخه کې مې څه باندې ۷۵ لکه افغانۍ پانګه‌ونه کړې وه، خو له ۱۶۳ صندوقونو څخه یوازې ٧ یا ٨ صندوقونه پاتې دي، نورې مچۍ د سړې هوا له امله مړې شوې. د کرنې ریاست ته لاړم، خو هغوی ويل، موږ له تاسې سره د مرستې کوم پلان نه‌لرو."

د محمد سمیع عظیمي په خبره، د شاتو مچيو د مړه کېدو له امله په لکونو افغانۍ تاواني شو.

هغه د مچیو د مړینې لامل د سړې هوا څخه د خونديتوب لپاره د وسایلو نشتوالی یادوي‌.

په هرات کې د مچيو د يوه بل فارم خاونده ګل غنچه هم ورته شکايت لري او وايي، د سختې يخنۍ له امله يې په څو صندوقونو کې ساتل شوې مچۍ مړې شوې‌.

نوموړی وايي: "سږ کال د سړې هوا له امله زما شا و خوا دوه لکه مچۍ له‌منځه ولاړې. تېر کال هم د ناروغۍ له امله زما شا و خوا شپږ نیم لکه مچۍ له‌منځه تللې وې او موږ په رښتیا مرستې ته اړتیا لرو."

ارشيف
ارشيف

دوی وايي، په دې برخه کې يې خپله ټوله بودجه مصرف کړې وه چې اوس ور سره هیڅ هم‌ نه‌دي پاتې.

په همدې حال کې د انصار هرات د مچيو پالونکو ټولنه هم د هرات د مچيو ساتونکو ستونزه تاييدوي او وايي، سږ کال مچيو ساتونکو ته ډېر زيان اوښتى، خو کره شمېر يې نه‌دی معلوم.

د دې ټولنې مسوول ډاکټر محمد شعیب ابراهیمي ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه د تلفاتو کره شمېر نه‌لرو، خو د معلوماتو له‌مخې، د مچیو پالونکي د سږني ژمي یخنۍ سره بلد نه و او له دې امله شا و خوا ۴۰ سلنه د شاتو مچۍ مړې شوې."

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبه‌ولګونې او مالدارۍ وزارت او د افغانستان د مچیو پالونکو سرتاسري ټولنې په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب و نه وایه.

په هرات ولایت کې د شاتو د فارمونو خاوندان په داسې حال کې د دوی د مچیو له مړینې خبر ورکوي چې تر دې مخکې په هرات او هلمند ولایتونو کې هم یو شمېر مچیو پالونکو او د شاتو سوداګرو د شاتو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کړی و.

دوی ازادي راډيو ته ویلي و، سږ کال د دوی د شاتو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله کم شوي او د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې د پلور بازار هم سوړ شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG