د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

د طالبانو حکومت د کابل – کندهار لويه لاره د کانونو د استخراج بدل کې جوړوي


په ۲۰۰۳ کې د کابل - کندهار د لارې جوړولو يو انځور
په ۲۰۰۳ کې د کابل - کندهار د لارې جوړولو يو انځور

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي، د کابل – کندهار لویه لار د کانونو د استخراج په بدل کې جوړوي.

دا لار شل کاله پخوا د امریکا، جاپان او سعودي عربستان په ۱۸۰ میلیون ډالره مرسته بیا رغول شوې وه خو، په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو له کبله د هغې ساتنې ته پاملرنه ونه شوه او له بلې خوا د لوړ توناژ یا د زیات وزن لرونکو موټرو د نه مخنیوي له کبله تر ډېره ویجاړه شوه.

د طالبانو حکومت د سږ کال په اسد میاشت کې اعلان وکړ چې د کابل – کندهار – هرات لار، چې ۹۰۰ کیلومتره ده، د بیارغولو چارې یې پیل کړي او په لومړي پړاو کې به د کندهار او زابل ترمنځ دا سړک ورغوي.

د دې پروژې تخنیکي مسوول انجینیر عبدالباقي وايي، دا پروژه د کندهار له عینو مېنې څخه پیل شوې ده.

د ټولګټو چارو وزارت یې تخنیکي چارې پر مخ وړي."

نوموړي وويل: "۴۶ کیلومتره یې اوږدوالی دی او د افغانستان د حکومت له لوري تمویلیږي، د ټولګټو چارو وزارت یې تخنیکي چارې پر مخ وړي."

هغه مهال د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویلي و چې، دا سړک به په کورنۍ بوديجه اوهمدا راز د نهو افغان شرکتونو په مرسته په ۵ میاشتو کې په دې شرط ورغويٍ چې دا شرکتونه د لارې محصول یا ټول پلازا ترلاسه کړي او وروسته به د کندهار – هرات د لویې لارې د جوړولو چارې پیل کړي.

د کابل - کندهار لار، ارشيف
د کابل - کندهار لار، ارشيف

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي، پر همدې اساس یې د دې لویې لارې څو ځایونه په قرارداد ورکړي خو د دې لپاره چې ټول پلازا یوه اوږدمهاله تګلاره ده نو دوی غواړي چې دا لار ژر ورغوي.

نوموړي وويل: "په همدې اساس تصمیم نیول شوی دی چې پاتې ۵ برخې له ارغندۍ چوک څخه تر دوراني بازار، د غزني له مرکز څخه تر پښ کنده، له پښ کنده څخه تر کلات، له کلات څخه تر شهر صفا او له شهر صفا څخه تر مانجې پورې؛ دا پنځه برخې د کانونو د استخراج په بدل کې داخلي سکتور او شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شي."

ښاغلي مصباح همدا راز وویل، دا پلان یې پرون (پنجشنبه) اعلان کړ او له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې یې ټولو داخلي شرکتونو او ملي سوداګرو ته وخت ورکړی چې، د کانونو د استخراج په بدل کې د دې لویې لارې جوړولو ته حاضر شي.

د کابل- کندهار لار د رغونې لګښت له دې کبله هم زیات شوی چې، طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې د دې لارې په اوږدو کې اکثره پلونه او پلچکونه په بمونو او ماینونو الوزولي دي.

د ځینو راپورونو له‌مخې، د تېر جمهوري حکومت پر مهال د کابل- کندهار تر منځ د لویې لاري په اوږدو کې نژدې ۲۰۰ پلونه او پلچکونه د طالبانو له‌خوا په بمونه الوزل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG