د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

طالبان د کابل-کندهار او کندهار-هرات لویې لارې بیا رغوي


ارشیف: د کابل-کندهار لویه لار
ارشیف: د کابل-کندهار لویه لار

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت له خصوصي سکتور سره په همغږۍ او د خلکو په مشارکت د کابل – کندهار – کندهار – هرات لویې لارې د بیارغونې پلان وړاندې کړ.

د طالبانو د فواید عامې وزارت پریکړه کړې، چې د کابل – کندهار او کندهار – هرات سړک د ترمیم او بیارغونې چارې په دوو پړاوونو کې خصوصي سکتور ته وسپاري.

تر دې مخکې د کابل-کندهار او کندهار-هرات پر لارو او همدارنګه د نورو لويو لارو چلوونکو د سړکونو او پلونو له خرابوالي شکايت کاوه.

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند حمیدالله مصباح د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د خصوصي سکتور، ملي پانګوالو او شرکتونو لپاره د پانګونې د زمینې د برابرولو او د ټرانسپورتي ستونزو د حل په هدف دا سړکونه بیارغوي.

هغه زياته کړه، چې حکومت د بوديجې د نشتوالي له امله نه شي کولى په دې اندازه لويې پروژې تمويل کړي، نو ځکه د لويې لارې د جوړولو چارې خصوصي سکټور او ملي پانګوالو ته پرېږدي.

مصباح وویل: "اوس خو موږ پيشنهادي طرحه وړاندې کړې ده. په همدغه اساس به پانګه وال او شرکتونه راځي د جوزا تر ۲۵ به خپل اسناد او غوښتنې راسپاري. تر هغه وروسته به بیا موږ اعلان کوو. پلان چې موږ جوړ کړی یا شرکتونو سره تفاهم ته رسیږو او موافقه ورسره کوو."

د طالبانو د فواید عامې وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله ویب پاڼه په دې اړه رسمي اعلان خپور کړی او ویلي یې دي، چې دوی به د کابل – کندهار – هرات د لویې لارې سل سل کیلومتره هر شرکت ته د اساسي بیارغونې لپاره ورسپاري.

طالب چارواکي هیله من دي، چې د سړکونو د بیارغونې لګښت په خپله د سړکونو څخه د ترلاسه کېدونکي عاید یا د موټرو د تګ راتګ پر سر له ځانګړي فیس چې ټال پلازا یې بولي پوره کړي.

د کابل – کندهار – هرات لویه لار ۹۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

د کابل – کندهار – هرات لویې لار بیا رغونه په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا، سعودي عربستان او جاپان په مالي لګښت پيل شوه، چې هغه وخت یې ټول لګښت ۲۵۰ میلیونه ډالره بلل شوی وو او شاوخوا ۱۹۰ میلیونه یې د امریکا له خوا مرسته شوې وې.

دا لویه لار په تېره بیا له کابل تر کندهاره په تېرو کلونو کې ډېره ویجاړه شوې ده.

په تېر جمهوري نظام کې په دې لویه لار د امنیتي او دفاعي ځواکونو په کاروانونو د طالبانو په شمول د نورو وسله والو ډلو د بریدونو، په دې لویه لار کې د بمونو کېنولو او پر امنیتي ګواښونو سربېره په لاریو کې له حده زیات بار د دې لویې لارې د ډېر خرابېدو لاملونه یادېږي.

XS
SM
MD
LG