د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

یو شمېر موټر چلوونکي: د ناسمې ګټنې له امله ډېری لویې لارې خرابې شوي


د کابل- جلال اباد لویه لار
د کابل- جلال اباد لویه لار

یو شمېر هغه موټر چلوونکي چې پر لویو لارو موټر چلوي د درانده بار وړونکو موټرو د تګ راتګ له امله د لویو لارو د سړکونو له ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي.

جمشید د کابل اوسېدونکی دی چې له کلونو راهیسې د کابل-کندهار پر لویه لار مسافروړنکی دی.

دغه موټر چلوونکى وايي، چې د دې لويې لارې د زياتې ويجاړېدو له امله له څه مودې راهيسې د خپل کاري مسیر بدلولو ته اړ شوى دى.

هغه چې اوس د کابل-بلخ پر لويه لاره موټر چلوي وايي، چې درانده باروړونکي موټر د سړکونو د ژر خرابېدو لامل ګرځي.

جمشيد ازادي راډيو ته وويل: "له همدې امله مې خپله دنده پرېښوده او خپل کاري مسیر مې بدل کړ، هغه سړکونه چې کابل او کندهار په لویه لار غځېدلې دي، ډېر زيانمن شوي دي، د زيان لامل یې دا دى هغه موټرونه چې پر دې لاره چلول کېږي، له هرات او کندهار څخه بارونه وړي او راوړي، بارونه یې زیات درانده وي، او د حکومت له خوا ټاکل شوي معيارونه يې نه مراعوت کول، نو سړکونه ډېر خراب شول، په دې لاريو کې يې ډېر وزن باروي.

د کابل - مزار لویه لار
د کابل - مزار لویه لار

جمشيد موټر چلوونکى وايي، چې اوس د کابل-مزار شريف لويه لاره هم له ورته برخليک سره مخ ده.

د هغه په وينا، ډېرى هغه لارۍ چې بار وړونکي توکي پاکستان ته لېږدوي، ډېر دروند بار ور اچوي.

جمشيد اندېښنه لري، چې د زياتې ويجاړېدو له امله به د دغو سړکونو د بيارغونې چارې د اوسني حکومت له توان څخه بهر وي.

په لویو لارو کې د لوړ وزن بار وړونکو موټرو ټرانسپورټ تګ او راتګ او د سړکونو ویجاړول له ډیرې مودې راهیسې یوه ننګونه ده.

خو تېر حکومت د سړکونو او لویو لارو د بیارغونې لپاره نړیوالې مرستې درلودې.

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي، د ځینو لویو لارو د بیارغونې او جغل اچولو کار روان دی او د نورو دا داوطلبۍ ته سپارل شوي دي.

هغه دا هم وويل، چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په بار وړونکو موټرو کې اضافي بار یوسي.

نوموړي که څه هم د سړکونو د جوړولو او د لويو لارو د بيارغونې د سترو لګښتونو او همدارنګه د بار وړونکو موټرو د عادي وزن د ټاکلو د څرنګوالي په اړه جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل: "له بشپړ حاکمیت وروسته په هېواد کې ٣٨ فعاله ترازو لرو، ماشینري او پرسونل خپل فعالیت کوي، د هغه ځایونو وزن کنټرولېږي، دوه ورځې وړاندې مو ۲۰ نور ترازوګان داوطلبۍ ته وسپارل، چې په دې برخه کې اسلامي امارت او د فوايد عامې وزارت په دې اړه پوره پاملرنه لري او په هېڅ صورت چا ته د زيات وزن اجازه نه ورکوو."

په همدې حال کې محمد، چې د کابل-کندهار پر لويه لاره د بار وړونکې موټر چلوونکى دى، د زیات بار وړلو په اړه داسې وایې: "موږ د نورو له امله چې له هرات څخه کابل ته په ټيټه بيه بار لېږدوي، اړ يو چې زیات بار انتقال کړو، که لږ بار کړو، نو دا به زموږ په ګټه نه وي، ځکه د تېلو بيه لوړه ده، او د ټرانسپورټ لګښت هم ډیرېږي."

دغه موټر چلونکې په داسې حال کې په لويو لارو د درنو بار وړونکو موټرو د تګ او د سړکونو د ويجاړېدو خبره کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنۍ وروسته بې وزلي زياته شوې او اقتصادي بحران او بېکاري د خلکو له عمده اندېښنو څخه بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG