د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د افغانستان لوېديځ کې د ومان بوټي راټولول د ځوانانو په مصروفیت بدل شوی


د غور - هرات لویه لار
د غور - هرات لویه لار

له غرونو څخه د ومان بوټي راوړل اوس د افغانستان په لوېديځو ولایتونو کې د مالي سرچينې او کاري مصروفيت بڼه غوره کړې ده.

ومان یو بوټی دی چې د افغانستان په غرنیو سيمو کې خپله راشين کېږي او په وروستیو کلونو کې د هيرويينو او ښیښې په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي.

د غور ولایت اوسېدونکي وايي، له غرونو څخه ومان بوټي راوړل اوس د بې روګارو ځوانانو لپاره د مصروفیت او کاري فرصت بڼه غوره کړې ده.

د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي احمد ولي ازادي راډيو ته وويل، د بې روزګارۍ له امله ځوانانو د ومان بوټي راوړلو ته مخه کړې او د دې بوټي خرڅول اوس د خلکو مالي سرچینه ده.

هغه وویل: "یامه يا ومان بوټی نه کرل کېږي او په طبيعي ډول په غرونو کې راشين کېږي، موږ يې له غرونو څخه راوړو او په ښار کې يې خرڅوو، په دېګ کې له مالګې او ډېزلو سره ایشول کېږي. ومان دوه ډوله دی چې يو يې وچ او بل يې لوند بوټی دی، وچ يې یو من تقريباً په درې نيم سوه، څلور سوه افغانیو او لانده يې په سلو با يونيم سلو روپیو خرڅېږي."

د غور ولایت مرکز فېروزکوه یو اوسېدونکی نوراحمد چې د ومان بوټي د رانيولو او خرڅولو کاروبار کوي وايي چې دا بوټی د نشه يي موادو قاچاق کوونکي رانيسي او ډېره برخه يې کندهار او هلمند ته وړل کېږي، خو دی نه پوهېږي چې دا بوټی په څه شي کې کارول کېږي.

هغه وايي: "بزګران او بېوزله خلک غرونو ته ځي او دا بوټی راوړي، موږ له دوی څخه من په يونيم سل یا يو سل و شپېته روپۍ رانيسو. د اوس لپاره د خلکو عايد همدا بوټی دی، بل کار او عاید نه لري. موږ کمېشنکاران یو، زه يې رانيسم او ډېره برخه يې کندهار او هلمند ته وړل کېږي، موږ خپل کمېشن ځنې اخلو. زه نه پوهېږم چې له دې بوټي څخه څه شی جوړېږي، موږ يې دلته رانيسو، لوی قاچاق کوونکي راځي او زموږ څخه يې رانيسي."

د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې د دوی د مشر د فرمان پر بنسټ، ومان هم له هغو بوټو څخه ګڼل کېږي چې راټولول او تجارت يې منع شوی دی.

د غور د والي وياند واحد حماس وايي چې دوی تر يوه کال کم وخت کې له قاچاق کوونکو څخه تر سلو ټنو ډېر ومان بوټي نيولي دي.

حماس وویل: "د غور امنيتي مسئولینو تر يوه کال لږ وخت کې د نشه يي موادو تر ۶۲ ډېرې کارخانې کشف کړي، یونیم سل ټنه ومان بوټی، پنځوس کيلوګرامه ښیښه او پنځه سوه او ۲۲ لېټره تېزاب او یونيم سل لېټره الکول نيولي چې د دې قضيو په تړاو ۶۹ قاچاق کوونکي هم نيول شوي دي."

ومان بوټی په ډېری ولایتونو کې خپله راشين کېږي، خو په وروستیو کې په فراه ولایت کې اهلي شوی او بزګران يې په للمي ډول هم کري.

له ومان بوټي څخه تر پروسس وروسته د ايفیډرين په نوم خالص مواد جوړېږي چې د کېمياوي موادو پر ځای د ښيښې او هيرويينو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د ښیښې او هيرويينو په جوړولو کې د کېمياوي موادو پر ځای د ومان بوټي کارول له ۲۰۱۹ کال راهیسې پيل شوي او آن دا چې ايران ته هم قاچاق کېږي.
--------------------------
راپور: حفیظ‌الله نورزاد

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00
XS
SM
MD
LG