د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۴

یوناما: له نشه يي موادو سره د طالبانو د مبارزې پايله راتلونکی کال معلومېږي


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت منع کولو فرمان تر اوسه پوره نه دی عملي کړی، خو دا تر وخت مخکې خبره ده چې پايلو ته يې خوشبین ووسي.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د نوي فصل پيل او د طالبانو د حکومت جدي اقدام ته د نړیوالو هيله مندي.

ملګري ملتونه وايي که څه هم د کوکنارو کښت د کال په لومړي فصل کې ۳۲ سلنه ډېر شوی و، خو دوی اوس هيله لري چې د طالبانو د حکومت د فرمان په عملي کولو سره به په روان فصل کې د کوکنارو کښت ښه ډېر راکم شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اتنبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وويل چې طالبانو تر اوسه د کوکنارو د کښت منع کولو فرمان سم عملي کړی دی، خو تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به معلومه شي چې طالبان د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې څومره جدي دي؟

هغه واييک " شواهد ښيي چې طالبان د کوکنارو او نورو نشه يي بوټو د کښت فرمان عملي کوي، خو موږ د راتلونکي کال تر لومړیو پورې د دې فرمان بشپړ عملي کېدل نه شو تائيدولای، خو په دې برخه کې د طالبانو اراده د قدر وړ ده. له بلې خوا د کوکنارو د کښت منع کول د ځينو بزګرو پر مالي عایدو منفي اغېز کوي، ځکه چې د بديل کښت کافي پروګرامونه نه دي عملي شوي. "

د ملګرو ملتونو راپور چې سږکال د عقرب په مياشت کې خپور شو په هغه کې ويل شوي و چې، په افغانستان کې سږکال د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه ډېر شوی دی، خو د طالبانو حکومت هغه مهال ادعا وکړه چې دا راپور د دوی د مشر تر فرمان مخکې وخت ښيي.

درې اوونۍ کېږي چې د افغانستان په تودو ولایتونو کې د کوکنارو د نوي فصل وخت پيل شوی او د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د دوی امنيتي ځواکونو د روزګان، هلمند، لغمان او کونړ ولایتونو کې تر یوه لک جريبو ډېره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

هغه تازه راپور چې ملګرو ملتونو د دې سازمان امنیت شورا ته وړاندې کړ پکې راغلي چې، اوس هم د نړۍ ۸۵ سلنه تاریاک په افغانستان کې توليدېږي او د تاریاکو د قاچاقو پر وړاندې هېڅ خنډ نه شته.

په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي آر راویندرا د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې، د نشه يي موادو د قاچاقو د شبکو ځپلو لپاره یو له بل سره همکاري وکړي.

راویندرا وویل: " له تراهګرۍ سره تړلې مسئله د نشه يي موادو د قاچاقو موضوع ده. موږ اړتیا لرو چې د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي او قاچاقي شبکو ماتولو لپاره نړیواله همکاري پياوړې کړو. "

د کوکنارو د کښت د مخنيوي په برخه کې د طالبانو د حکومت له ټينګار سره پر يوه وخت، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښیښې او هيرويینو جوړول ډېر شوي او له ومان بوټي څخه کار پکې اخیستل کېږي.

خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ويلي چې، د ومان بوټي راټولول او کار ځنې اخیستل منع دي او له نشه يي موادو سره د دوی د مبارزې يوه برخه ده، له همدې امله يې تېره اوونۍ په فراه، غور او هلمند ولایتونو کې د ومان بوټي درې زېرمې سوځولي دي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG